تاند- پاکستان وايي چې پرون /چهارشنبه/ یې د صوابۍ له بېلابېلاو دیني مدرسو څخه په سلګونو افغان طالبان خپل هیواد ته ولېږل.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د صوابۍ د دارالقرآن پنج پیر د دارلعلوم مشر مولانا محمد طیب طاهري تایید کړه چې د دې سیمې له مختلفو مدرسو څخه ګڼ شمېر افغان زده کوونکي ایستل شوي او خپل هیواد ته لېږل شوي دي.
تر دې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د دې ایالت په جوماتونو کې د افغان ملاامامانو د نیولو او خپل هیواد ته د استولو پرېکړه کړې وه.
د پاکستان حکومت اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې د دغه هیواد په دیني مدرسو کې، نه یوازې د نورو هیوادونو بلکې د پاکستان پر ضد هم تروریستي زده کړې ورکول کېږي.
مولانا طیب طاهري له افغان طالبانو سره د خدای پامانۍ په غونډه کې وویل چې د دغو افغانانو د لېږلو پرېکړه د مردان د پولیسو د عمومي قومندان (ډي آی جي) محمد سید خان او د صوابۍ د پولیسو د قومندان (ډي پي او) د حکم پر اساس شوې ده.
طاهري همداراز وویل چې ټولو دیني مدرسو او روزنځایونو پرېکړه کړې چې له حکومت سره همکاري وکړي ځکه چې دا د دوی مسوولیت دی چې د امنیتي ستونزو په ختمولو کې د حکومت ملاتړ وکړي.
د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، افغان طالبانو په دې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وویل چې دوی خوشاله دي چې خپل هیواد ته ځي او د عمر ترپایه به هغه څه هېر نه کړي چې په پاکستان کې یې زده کړي دي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت وايي چې په دغه هیواد کې تر ۸ زره زیاتې نا راجستر شوې مدرسې شته او په دې نه پوهېږي چې څوک یې تمویلوي.
ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د چهارشنبې په ګڼه کې د یوه پاکستاني چارواکي په قول ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په تازه هلوځلو کې څرګنده شوه چې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې ۸ زره ۲۴۹ داسي دیني مدرسې شته چې نه د پاکستان د دیني مدرسو د چارو د ادارې له لوري ثبت دي او نه د پاکستان د دیني چارو په وزارت کې راجستر دي.
د ورځپاڼې د راپور پر اساس په دغړو غیرقانوني مدرسو کې تر ۳ لکه زیات طالبان زده کړه کوي.
ویل کېږي چې د پاکستان په دیني مدرسو کې د نورو مذهبونو، لکه شیعه، او دغه راز د افغانستان پر ضد د عقدو او بدبینۍ درس ورکول کېږي.
سلامو نه او نیکی هېلی ومنی
خدای (ج دی وکړی چې دا کار یی نمایشي نه وی کړی او دپاکستان استخباراتو اوس دا منلی وی چې د افغانستان څخه نور لاس
په سر شي و داسي نه وی چې دمشرف د وختونو سیاست یی بی تکرار کړی وی چې په ۲۰۰۱ کال کې په پاکستان کې امریکا ته اډی
ور کړی چې په افغانستان کې په طالبانو حملی وکړی او د بله طرفه یی افغان طا لبانو ته غیږه خلا صه کړه او په وزیرستان کې یی د را تلونکو پلا نونو دپاره وساتل د افغا نستان حکومت ته ښا یی چې د ډیر احتیاط نه کار واخلی .
والسلام
دوۍ فقط هغه زدکونکي ایستل غواړي چې زدکړې کوي