تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۸ مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي رسنیو ته په یوه تازه لیږل شوي ویډیو پیغام کې ویلې، د هند لومړي وزیر نرېندر مودي ته اجازه نه ور کوي چې د دوی له هوايي حریم تېر شي.

نوموړی وايي، د هند تر واک لاندې کشمیر کې د اوسني حالت او د هند د وروستي چلند له امله اسلا م اباد دا پرېکړه کړې کړي ده چې مودي ته اجازه ورنکړي .

د هغه په خبره، هند غوښتنه کړې وه چې لومړی وزیر نرېندر مودي د جرمني د تګ لپاره د پاکستان هوايي لار کارول غواړي.

دوي وایي په دغه غوښتنه کې ۲۰ نېټه د تګ او ۲۸ د ستنېدو لپاره لیکل شوې ده.

خو قریشي ټینګار کوي چې ښاغلي مودي ته د اجازه نه ورکوي.
نږدې دوه اونۍ مخکې د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان رسنیوو ته ویلې وه چې د پاکستان حکومت پریکړه کړي چې د هند ولسمشر ته د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه ور نه کړي.

د هند بهرنیو چار ووزارت له پاکستان دا غوښتنه کړې وه چې ولسمشر ته یې د هوايي لارې د کارولو اجازه ور کړي

د هند ولسمشر رام نت کووند د سپټمبر پر ۸ له ډېلي ایسلنډ ته سفر درلود
غلام سرور خان دا ګواښ هم کړی و چې د هند کومې الوتکې د پاکستان هوايي لارې کاروي، دوی یې بندولی شي.

په دې تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم وایلې وه چې ترڅو کشمیر کې حالات سم شوي نه وي، ګرځبندیز لرې شوی نه وي، خلکو ته لومړنۍ اسانتیاوې ور کړل شوې نه وي، د هند ولسمشر ته به د خپلو فضايي حدود د کارولو اجازه ور نه کړو
غلام سرور خان دا هم ویلي وه چې پاکستان پر هندي الوتکو د خپلو هوايي لارو پر بندولو غور کوي.

د یادولو ده چې پاکستان کشمیر کې له اوسني تاوتریخوالی مخکې د هند لومړي وزیر ته په ځانګړي ډول د ۷۲ ګړیو لپاره هوايي حریم پرانیستی و، خو ښاغلي مودي دا وړاندیز ونه مانه او د پاکستان له لارې تېر نه شو
هند تر اوسه د پاکستان د وروستي دریځ په اړه څه نه دي ویلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *