عالم
پاکستان لکه سیل وړی اوس هرې خوا ته لاسونه اچوي کله د سولې په نوم کله د تروریستانو د ځپلو په نوم ځان نړيوالو ته نږدې کول غواړي؛ خو فکر کړم چې اوس نړیوال هم د پاکستان په رنځ پوهېدلي.
اصلاً پاکستان د افغانستان بربادي، کمزوري کول او په پاى کې يې تجزيه کول او د يوې برخې یې په ځان پورې تړل غواړي چې اوسېدونکي يې پښتانه دي. زما په اند چې پاکستان ځکه دا کار کوي چې د نړۍ په نوي جيوپوليټيک وېش کې په پام کې ده چې پاکستان باید تجزيه شي.
د نړيوال ثبات نوي دوکتورينو پاکستان په سيمه کې يو ماجراجو او اختلاف زيږونکى هيواد بللى دى. پاکستانچې اصلي واکمن يې پنجابيان ديچې يوشمېر پښتانه، بلوچ او کشميريان يې يرغمل نيولي او په خورا ناوړه ډول يې اداره کوي. نوموړي قومونه په ګاونډيو هيوادونو کې مشروع حکومتونه لري او لېوالتيا لريچې له هغوى سره يو ځاى شي. د پاکستان له غلامۍ او استبداد څخه د دغو قومونو د تېښتېدلو لېوالتيا ده چې پنجابيان يې د خپلې ناروا واکمنۍ پر وړاندې ګواښ ګڼي او په خپله ټوله وسه د دغه کار مخنيوى کوي.
پاکستان له همدې امله په خپل ټول زور سره د افغانستان او هندوستان مخالفت کوي او د دغه مخالفت په لړ کې دهچې د خپلې مذهبي-استخباراتي مافيا پر مټ د افغانستان او هندوستان د دولتونو پر ضد وسله وال مخالفان او تروريستان جوړوي او شاوخوا هيوادونو ته ترهګري صادروي.
سره له دېچې د سيمې نور هيوادونه پخپلو کې سره نېکې اړيکې لري او يو له بل سره د سيمې په امنيت، ثبات او په پرمختګ کې مرسته کوي؛ خو يوازې پاکستان دى چې د ټولې سيمې ثبات، امنيت او پرمختګ يې له ګواښ سره مخ کړى او خپلو شيطانتونو ته دوام ورکوي.
د پاکستان له همدغو سبوتاژوونکو سياستونو څخه دهچې د هند د سمندر لار يې د سيمې هيوادونو پر مخ تړلې او د سوداګرۍ د نړيوالو قوانينو پر خلاف اجازه نه ورکويچې دغه هيوادونه د سوداګرۍ له پاره د پاکستان له لارو او بندرونو څخه ګټه واخلي.
پاکستان له شپېتو کلونو راهيسې د افغانستان، هندوستان او د سيمې د نورو هيوادونو پر وړاندې په پرله پسې توګه خپله له دښمنۍ ډکه پاليسي مخته وړي او په هيڅ بيه تيار نه دىچې په خپلې ستراتيژۍ کې بدلون راولي.
له همدې امله دهچې نړيوال پاکستان د سيمې د ثبات، امنيت او پرمختګ پر وړاندې لوى خنډ ګڼي او په دې فکر دي تر هغېچې پاکستان تجزيه نه شي او پښتنو، بلوچو او کشميريانو ته يې د ازادۍ حق ورنه کړل شي، نو دغه هيواد د نورو هيوادونو پر ضد له دسيسو او دښمنيو لاس نه اخلي.
پاکستان له دغه نړيوال ګواښ څخه د تېښتې په هدف، په پام کې لريچې خپل دوه ستر سيالان يانې افغانستان او هندوستان له منځه يوسي، خو داچې د هندوستان له منځه وړل يې په وس پوره نه دي، نو د يوه عايق په توګه له هندي مسلمانانو او کشميريانو څخه د هند پر وړاندې کار اخلي او که په افغانستان کې د پاکستان د ناراميو او جګړو پروژو او په دې جګړه کې کارېدونکو تکتيکونو ته وګورو، نو ليدل کيږيچې د افغانستان د تجزيې او له منځه وړلو په اړه بيا پاکستان ډېر ډاډه دى او د جګړې د يوشمېر مافيايي ډلو پر مټ يې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو د غلامولو او اېلولو پروژه يې ترلاس لاندې نيولې ده.
پاکستان د پښتنو او نورو قومونو د اېلولو او غلامولو 63 کلنه تجربه لريچې قبايلايزيشن بلل کيږي او دا څه په سلګونه استعماري ځانګړتياوې لري.
پاکستان خپله د قبايلايزيشن ستراتيژي له څو لسيزو راهيسې په پښتونستان او بلوچستان کې پلې کويچې دغه دوه قومونه پرې، له امنيت، سياست، پرمختګ، اقتصاد او ملت کېدلو څخه لرې او اېل ساتي.
د همدغې ستراتيژۍ له کبله دهچې په پاکستان کې د قومونو د ژوندانه ترمنځ زيات واټن رامنځته شوىچې پښتانه او بلوچ په کې د تاريخ د ډبرې د پېر ژوند لري او پنجابيان او سنديان يې بيا لکه اروپايان او امريکايان عصري او پرمختللى اقتصاد او ژوند لري.
قبايلايزيشن په اصل کې همدغه د قومونو محرومول او محکومول ديچې د ناامنۍ او بې ثباتۍ پر مټ د دوديزو او مذهبي افراط او تاوتريخوالي تر سياستونو او اجنډا لاندې مخته وړل کيږي.
حکومت، امن، سياست، ملت جوړېدنه او اقتصاد ټول سره تړلي او يو د بل علل او معلول ګڼل کيږيچې دا ټول له قبايلو څخه اخستل شوي او ترور شوي دي.
پاکستانيانو بلوچ او پښتانه قبايل ظاهراً په خودمختارۍ خوشاله کړي او د دغو سيمو اداره يې يو شمېر فاسدو قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدرسو مشرانو، د نشه يي توکو او د وسلو کاروباريانو او قاچاقبرو او ياغيانو ته سپارلېچې ټول يې په پټه د پاکستان له استخباراتو څخه معاشونه او امتيازونه ترلاسه کوي او د مېشتو ولسونو پر سر يې توره سوداګري پيل کړې ده.
د پاکستان استخبارات له دغو جاسوسانو څخه د خلکو د اېلولو او د سيمې د امنيت او اقتصاد د ترورولو او همداراز په افغانستان او کشمير کې د دولت پر ضد ترورونو، ناامنيو او جګړو کې کار اخلي.
د پاکستان پوځ په داسې حال کېچې د قبايلو له لرو غرنيو سيمو څخه کولى شي، يو څوک لاس او پښې تړلى له ځانونو سره بوځي او يا هر څهچې وغواړي هلته يې ترسره کړي، خو کله چې ځاى بيا د حاکميت د تمثيل، د ناامنيو د له منځه وړلو او د ملکي خدمتونو د وړاندې کولو راشي، نو بيا لکه شتر مرغ خپله خبره بدلوي او واييچې دغه سيمې خودمختاره دي، بايد پخپله نوموړې اسانتياوې ځانونو ته برابرې کړي او حکومت حق نه لريچې د دوى په چارو کې مداخله وکړي او په دې توجه حکومت له مسووليت منلو څخه تېښته کوي، په داسې حال کېچې په سيمه کې خپل حاکميت په لنډغرو، ترهګرو، ياغيانو، فاسدو مشرانو او نورو سره تمثيلوي. يا په بله وينا پاکستان د خودمختارۍ او قبايلايزايشن تر اجنډا لاندې، په لوى لاس پر دغو سيمو د مشروع حاکميت پرځاى نامشروع حاکميت تمثيلوي او په دې توګه د دغو سيمو د ثبات او پرمختګ مخه نيسي.
قبايلايزايشن له مذهبي-استخباراتي مافيا څخه جوړه يوه تروريستي اداره دهچې په سيمه کې د بيارغونې، ښوونې، ملت جوړونې، د ثبات، امنيت او پرمختګ ټول اساسات له منځه وړي او نه پرېږديچې په دغو خلکو کې د پرمختګ او ملت جوړېدنې پړاونه بشپړ شي او په دې توګه د دغو خلکو د خپلواکۍ او ازادۍ مخه نيسي.
لکه څنګهچې پاکستان د افغانستان د پښتني سيمو خپلولو او اېلولو ته سترګې ګنډلي دي، نو د دغو ولسونو د قبايلايزايشن لپاره يې ځانګړى بندوبسـت کړى او په دغو سيمو کې يې تروريستي کړۍ او د خپل د نامشروع حاکميت د تمثيل اداري مافيا يې رامنځته کړې ده.
پاکستان دلته د قبايلايزيشن پروسه په طالبانو سره مخته وړي او اوس پاکستان دومره سپين سترګى شوىچې نور له طالباني مافيا سره د خپلو اړيکو د پټ ساتلو اړتيا هم نه ويني.
د نيويارک ټايمز د رپوټ له مخې د پاکستان ځينو جګپوړو استخباراتي چارواکو ورته ويليچې طالبان د دوى کسان تړلي چرګان دي او دوى طالبان نه پرېږديچې له افغان دولت، ناټو او هند سره روغه وکړي او دوى تېرکال د طالبانو مرستيال مشر ملاعبدالغني برادر او 23 نور طالب مشران ځکه ونيولچې له افغان دولت سره يې له دوى پټې خبرې روانې کړې وې او روغې ته سره نږدې شوي وو او په دغه کار سره دوى په افغانستان کې د روغې او سولې مخه ونيوله.
دغو چارواکو چې خپل نومونه يې پټ ساتلي ويلي: «ملابرادر مو د دې لپاره ونیوهچې موږ د طالبانو ساتنه کوو، دوی له موږ سره تړلي دي، موږ دوی نه پرېږدوچې له کرزي یا هندوستان سره روغه وکړي.»
موږ باور لروچې لاهم ټول طالبان د پاکستان په يرغمل کې نه دي، خو دا سمه دهچې پر ډېرى مشرانو او د جګړې د لومړيو کرښو پر قوماندانانو بشپړ حاکميت لري او هغه کسانچې عام طالبان دي دا پر ځان نه ګڼيچې د پاکستان په لومه کې دې کېوتي وي، نو له همدې امله ده لاهم په هيواد کې روغې جوړې او د پاکستان له دسيسو څخه د هيواد ژغورلو ته تمه شته او فکر نه کيږيچې عام طالبان به په هيواد کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د دوامداره کېدلو د احتمالي وېرې له کبله، په لوى لاس ځان او هيواد د پاکستان د غلامۍ خولې ته ورکړي. په داسې حال کېچې ناټو او امريکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو او د دولت له مخالفانو سره د خبرو کولو چمتووالى ښودلى، نو همدا نن وخت دىچې له فرصت څخه استفاده وکړو او د هيواد د ژغورلو لپاره فکر وکړو او لاسونه سره ورکړو، داسې عمل ونه کړوچې په لوى لاس ځانونه د نورو د دسيسو ښکار کړو او سبا د پاکستان د قبايلايزايشن په استعماري سياست کې داسې بند پاتې شوچې له چا څخه ان د خپلې خپلواکۍ د خيرات غوښتنه هم ونه کړاى شو.