تاند، سه شنبه، د میزان ۱۵مه: پاکستان له دوه میاشتني ځنډ وروسته افغانستان ته د تورخم بندر له لارې د غنمو د اوړو صادرات بیا پیل کړل.

 پاکستاني چارواکو رسنیو ته ویلي، دوه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د غنمو د اوړو تقاضا زیاته شوې وه، نو دوی ځکه جولای له دیرشمې راهیسې افغانستان ته خپل صادرات درولي وو.

 پاکستاني چارواکو زیاته کړې د سپټمبر له ۲۴مې راهیسې یې له افغان او پاکستاني سوداګرو سره د مذاکراتو له لیارې افغانستان ته د غنمو د اوړو پر صادراتو بندیز لرې کړی دی.

د جمرود سوداګر جمال اپریدی وايي، تراوسه یوازې یو ټېلر اوړه افغانستان ته اړول شوي او څلور باروړونکي موټر نور هم افغانستان ته د اوښتو په انتظار دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تورخم کې افغان چارواکي وايي، د پاکستان له بندیز سره هم مهاله افغانستان ته د پاکستاني اوړو قاچاق زیات شوی و.

بلخوا شنونکي وايي، پاکستان غوښتل پر افغانستان د غله جاتو د صادراتو په بندیز فشار راوړي، خو اوس چې افغانستان نورې لارې موندلې دي، نو پاکستان په سیمه کې خپل یوازني بازار افغانستان ته بېرته رامات شوي دي.

2 thoughts on “پاکستان له ۲ میاشتني ځنډ وروسته افغانستان ته د غنمو د اوړو صادرات بیا پیل کړل”
  1. د پاکستان غنم مو پکارندي د دوی غنم له بمونو ډک وی د افغانستان د سرحدي ځواکونو څخه مې جدي غوښتنه ده چې ډير هوښیار اووسي تر څو د پاکستان له داسې کړنو پوره خبر اوسې ځکه دښمن له هرډول تکتيک څخه استفاده کوی او د افغان نسل وژنې ته نوی پلانونه جوړوي

  2. د پاکستان اصلی مطلب په افغانانو فشار و او شکر چی ورباندی پوه شوي هم نه یو
    خود وزیر امرخیل خبره هم باید له پامه ونه غورځول شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *