تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي عبد الله ننګیال د اندېښنه ښوولې چې منظور پښتین د پاکستان لخوا د ترهګرو لپاره د زندان جوړه شوې خونه کې اچول شوی دی.

ښاغلي ننګیال رسنیو ته ویلي، په تېرو څو ورځو کې د غورځنګ څه باندې شپیته تنه غړي نيول شوي وو، خو اوس یوازې لس تنه په توقیف کې پاتې دي او نور خوشې شوي دي.

د ننګيال په خبره منظور پښتین او د غورځنګ درې نور غړي عارف وزیر، عالم زیب او شاهد شېرانی لا هم په دیره اسماعیل خان مرکزي زندان کې دي او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده: (( منظور او ملګري یې په هغو خونو کې ساتل کیږي چې د ترهګرو لپاره جوړې شوي دي.))

دا ډول بندخونو ته په ځايي لهجه کې چکۍ وايي او چکۍ ډیرې وړې کوټې وي چې درې یا درې نيم ګزه سور او دوه یا دوه نیم ګزه بر لري.

عبدالله ننګیال وایي، په چکۍ کې بند کسان بهر ته نه را پرېښودل کیږي او له یوه واړه سوري خواړه ورکول کیږي او انساني حاجت هم دننه په همدې خونه کې رفع کوي.

ښاغلی ننګیال چې په خپله د زنداني کېدو تجربه لري وايي منظور پښتین او نور ملګري یې خبرو ته نه پرېښودل کیږي او نه هم څوک د هغوی لیدلو ته ورتللی شي.

د هغه په وینا چکۍ د ” قبر په شان ده” چې له بهر نړۍ سره یې اړیکي پرې وي.

منظور پښتین تېره اونۍ د شپې شاوخوا یوه بجه په پېښور ښار کې ونیول شو او دیره اسماعیل خان ته واستول شو.

2 thoughts on “پاکستان منظور پښتین د ترهګرو لپاره جوړ قبر کې بندي ساتلی”
  1. د پاکستان د نظام چارواکی به پر پښتنو او بلوڅو باندی د نیم قرن ستم او ظلم او همدارنګه په منطقه کی د تروریسم نه دوسیلی په توګه د کاراخیستلو قیمت به ضرورپری کوی، ځکه داد لوی خدای د قانون ، د بشر د تاریخ د تجربی اود عمل او عکس العمل د قانون مطابق حقیقت اوواقعیت دی .
    ددغسی دوامداره ظلم قیمت به ډیر دروند وی ، دا که د پاکستان چارواکی یی منی او که یی نه منی ، خو دا زمینی واقعیت به حتمآ تحقق مومی. نړی په ډیره تیزی سره په تغیر کی ده محکوم ولسونه او ملتونه د یویشتمی پیړی د چټکی بیداری او خوځښت په حالت کی دی نو ځکه ددی بیداری او خوځښت د اثر نه به ډیرلوی اوطاقتورظالم اواستعمارګردولتونه هم بچ پاته نشی . د پاکستان غوندی دولتونه خو به په ډیره اسانی سره متآثره شی .هو یوه لار د بچ کیدلو شته هغه دا چه د ولسونوبشری حقوقو ته احترام وشی ، ظلم ، استبداد ، او تروریسم بند شی ، اوددغه ولسونوحقوق د تفاهم او ډیالوګ د لاری ورکړل شی

  2. پنجابه واوره۰
    منظور پشتون یو شخص نه دی بلکه
    منظور یو حرکت یوه مفکوره او یو هغه غورزنګ دی چه مخ نیوی یی نا ممکن دی۰
    پر پشتنو د ظلم وختونه به تیرشی۰
    او پر تابه د دی ظلمونو د انتقام وختونه رازی۰ انشا آلله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *