ملا برادر ته منسوب عکس

تاند- افغان چارواکو نن /چهارشنبه/ وویل چې پاکستان موافقه کړې چې د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا غړیو ته به اجازه ورکړي چې د طالبانو له پخواني مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره وویني.

د پاکستاني رسینو له راپور سره سم د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په لندن کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه وغوښتل چې افغانانو ته اجازه ورکړي چې د طالبانو د تحریک له مرستیال ملاعبدالغني برادر سره مخامخ خبرې وکړي.

پاک ټریبیون ورځپاڼه وايي چې د پاکستان صدراعظم د افغانستان د ولسمشر له غوښتنې سره موافقه وکړه.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر هم له لندنه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستان ورسره موافقه کړې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي به له ملا عبدالغني برادر سره مخامخ خبرې کوي.

د افغانستان او پاکستان مشران د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کامرون په بلنه لندن ته تللي چې د درو هیوادونو په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

درو مشرانو تېره شپه د بریتانیا د صدراعظم په دفتر کې په خپلو خبرو کې موافقه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې لپاره ګډې هلې ځلې کوي او دغه راز به په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ لپاره لاره اواروي.

درو مشرانو همداراز موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی به ژر پاکستان ته ځي او هلته به د طالبانو د تحریک له پخواني مرستیال ملاعبدالغني برادر سره ویني.

سره له دې چې پاکستان د سپټمبر په شلمه د ملا عبدالغني برادر د خوشي کولو اعلان وکړ خو تراوسه پوري هیڅ افغان، حتي د عبدالغني برادر د کورنۍ غړیو له نوموړي سره کتلي نه دي.

د ډیوید کامرون په حضور کې د افغانستان او پاکستان مشرانو د ترهګرو د ځالو په له منځه وړلو کې له یو بل سره پر همکارۍ هم موافقه وکړه.

افغانستان تل ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان ترهګرو ته پناهځایونه ورکړي خو په وروستیو کې پاکستان هم ورته تورونه پوري کوي.

د درو هیوادونو په غونډه کې افغان ولسمشر او پاکستاني صدراعظم کونړ پر سيند د برېښنا د ګډ بند جوړولو او د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د پایپ لاین په اړه هم خبرې وکړې.

5 thoughts on “پاکستان موافقه وکړه چې د سولې شورا دې له ملا برادر سره وویني”
  1. السلام علیکم ۰۰۰۰ موږ ټول هغه طالبات چی دصلحی کمیسون سره یو ځای شو وی یو ډیرخفه یو او کاشکی موږ بیرته سنګر ته لاړ شو دکرزی اداره ډیره بی کیفیته اداره ده۰ دآځکه چی موږ یی فه کوم عهد او قوول را وستلی و هغسی نه دی ۰۰۰ موږ له شاغلی ملا بر درسخه خواهش لرو چی کابل ته رانشی چی ډیر به وشر میږی او بیا به فشمانه وی موږ هم خفه یو دلته نه دملا قدر شته او نه احترام دلته صرف دمفسدی طبقی ځای شته اوبس ۰۰۰دصلحی شورای ښه معاشات لری نورو طالبانوته څه نشته او نه هم مزدوری شته او نه وظیفه ۰۰۰ والسلام

  2. ملا عبد الله ورور رشتیا وای دصلحی فه نام چی کومی فیسی راځی ستانکزیی او صلاح الدین مزی فری کوی زموږ لفاره څه نشته اوسخط خیانت هغو طالبان سره کیږی کوم چی تسلیم شی او یا حکومت سره یو ځای شی بیا یی ټول افغانستان کی ځای نه وی موږ هیله لرو چی دکابل کفار موږ سره دا جم فریږدی مولوی الله داد

  3. مولوی عبدالله صاحب اومولوی الله داد صاحب والله که ستاسو خبری لا دمولوی صاحب په رقم دی محترمو مولوی نورالعزیز موهیردی چی اخیریی دحاجانو وپی سوته په ټواوارکړی وو اوس یی ځای تاسوته معلوم دی هغه چیری دی
    بل افغان حکومت ۱۵ کاله مخ کی حکومت ندی ودی حکومت ته چی هرڅوک اوس ورشی سداوبدځنی ورکیږی

  4. تاسو ولی دسی جګ وهل چی کابل ته تلی تاسو نه فو هیدی چی یهودو سره یو ځای کیدی وس به څه کوی تو به وباسی خدای ج ته رجوع وکړی بیا دکابل اداری فه ضد مقدس جهاد ته ادامه ورکړی برادر داسی کول دکابل اداری دادی داسی کړ

  5. وړنو السلام علیکم
    خبره دکابل دحکومت نه ده خبره داسی ده وړنو هلته ډالر دی زموږ خلک خودپیسو لیونیان دی هرسړی چی داډالرووونی بیا دصدری جیبونه ورته خلاص پریږدی کی ډالرجیپ ته ورنسی بیا ژړا شروع کی وایی دکرزی حکومت داسی وکړل هاسی یی وکړل کچیری یی ډالر جیپ ته وره لی نوده قرآن کړی دی که ژغ وکړی ولی خوله یی خوژه وی دملابرادرغوندی طالب مشران په ۱۰۰ کی نوی فی سدکسان اوس دکابل حکومت سره په تماس کی دی

  6. که د ځان بی عزتی غواړی کابل ته لاړشی ځکه نه به مو طالبان پریږدی او نه به دکرزی اداره درته دسړی فه ستر ګه ګوری او کنه ملا الله داد بلخی سخه فو شتنه وکړی جناب دطالبانو وقت کی فه وزارت مخابرات کی دتلفونو ریس وه موږ ورته ویل مه ځه وس داسی فه تنګ دی او فیشمانه دی او اخرت کی به څنګه وی والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *