د پاکستان ملي جرګه (اسمبلي

تاند نیوز ډیسک: اسلام اباد نن د افغان سولې د یوې غونډې کوربه دی.
دغې غونډې ته د افغان سیاستوالو یوه ډله د پاکستان د حکومت په بلنه اسلام اباد ته رسېدلې ده.
د پاکستان خارجه وزارت د ګلبدین حکمتیار، عطامحمد نور، کریم خلیلي، حامد کرزي، اسماعیل خان، حنیف اتمر، صلاح الدین رباني، یونس قانوني په شمول شاوخوا دیرش افغان سیاستوال یادې غونډې ته یې اجنډا یې لا سمه روښانه نه ده، ورغوښتي وو، خو اوس د راپورونو په اساس ګلبدین حکمتیار، عطا محمد نور، محمد محقق، لطیف پدرام،او حامد ګیلاني له کابله په الوتکه کې اسلام اباد ته رسېدلي دي او د نننۍ غوتډې پرانیسته به د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي په وینا کېږي.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه وايي، پاکستان په خپل کوربه توب د سولې غونډې ته نږدې ۳۰ کسه افغان سیاستوال وربللي دي، خو لا څرګنده نه ده چې پخوانی ولسمشر اسلام اباد ته تللی که نه دی تللی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې پس ولسمشر غني هم د پاکستان په بلنه پاکستان ته لاړ شي او پر افغان سوله له پاکستان ځینې ژمنې واخلي.
بلخوا اوازې داسې دي چې د اسلام اباد غونډې ته ملا برادر هم غوښتل شوی د طالبانو سیاسي دفتر وایي، دوی د اسلام اباد غونډې ته نه دي بلل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *