تاند، دوشنبه،د حمل ۱۸مه: پاکستان له ژمنې سره سم نن د اپریل په ۶مه د څلورو ورځو لپاره د تورخم او چمن دروازې هېواد ته د ایسار پاتې افغانانو د اوښتو لپاره په یو طرفه ډول پرانیستې.
د ننګرهار ولایتي ادارې انځورونه خپاره کړي دي چې لیدل کېږي لومړنی افغان نن سهار په تورخم راواوښت او دېخواته له شدیدو طبي تدابیرو تېر او د قرنطین کمپ ته ورسول شو.
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت وايي، دا دروازې به د څلورو ورځو لپاره د اپریل تر لسمې پرانیستې وي تر څو د انساني همدردۍ له مخې په پاکستان کې بند پاتې افغانان خپلې خاورې ته د اوښتو چانس ترلاسه کړای شي.
تر اوسه پاکستاني لوري نه دي ویلي چې د ټرانزیټ لپاره به هم دا لارې پرانیستې وي که نه؟ خو د کندهار والي څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې په چمن کرښه بند پاتې سوداګریز موټر به ډېر ژر له پاکستان سره د یوې هوکړې له مخې افغانستان ته د اوښتو اجازه ترلاسه کړي.
بلخوا پاکستاني چارواکو هم تایید کړې چې په کراچۍ کې افغان جنرال قونسل د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ته په یو لیک کې لیکلي چې افغانستان اړتیا لري تر څو په پاکستان کې په بېلابېلو دروازو او بندرونو یې بند پاتې سوداګریز موټر ورخوشې کړای شي.