شکرالله پاڅون
افغانستان له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د پاکستان د نا اعلان کړي جنګ په تناره کې سوزي، ددغه تناره لرګي په یوه او بل نوم په خپله افغانان دي، خو یواځې د بلولو مهارت یې له پاکستان سره دی، چې د سړېدو پرمهال په ډېر مهارت سره پوکی ورکوي.
له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې پر افغانستان د پاکستان د نا اعلان کړې جګړې له پیله افغان حکومتونو، سیاسیونو او په لویه کې ملت په افغانستان کې د روانې غمیزې د مسوولیت ګوته پاکستان ته نیولې، خو پاکستان په ډېر مهارت او د دوه مخي توب په وړي سیاست کې هم نړۍ او هم افغان حکومتونو او ملت ته په سترګو کې خاورې شیندلې دي.
پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل پاکستان ته د سرو زرو چرګ شو، هم یې ځان وساته، هم په افغانستان کې د کلونو انتظاري موخو ته ورسېد او هم یې ځان د سیمې په پوځي، اټومي او سیاسي قدرت بدل کړ.
د جهادي ډلګیو په وجود کې یې چې څه غوښت، ویې کړل، د طالبانو په نامه یې د نوې جبهې سره په سر راپورته کولو کې داسې مرسته وکړه چې نازولې جهادي ډلګۍ چې همدې پاکستان روزلې وې، تس نس او د افغانستان له اوسنۍ جغرافیې یې پر غرونو او کرښو ور واړولې.
سره ددې چې طالبان د پاکستان د اهدافو ترلاسه کولو لپاره تر نورو نظامونو ډېر موثر او ګټور و، خو پاکستان د خپلو ملي ګټو لپاره په پښو درولي طالبان هم د سپټمبر ترپېښې وروسته د القاعده د مشر اسامه بن لادن د نه ورسپارلو په بهانه د امریکا د ولسمشر د ولسمشر جورج بش د یوه ټلیفون قرباني کړل، طالبي نظام ختم شو، خو د القاعده مشر د افغانستان پرځای د پاکستان په ترټولو خوندي او پوځي سیمه کې امریکايي ځانګړو ځواکونو وواژه. خو بیا هم پاکستان په خپل دوه مخي بریالي سیاست کې بریالی شو او نړۍ یې داسې ولوبوله چې له پاکستان سره د حسبا پرځای پاکستان لا هم په سیمه کې سیاسي او نظامي قدرت ته په توګه جګې سترګې پاتې شو، له امریکا او افغاستان په القاعده پسې له راغلو قوتونو سره یې ملګرتیا پرې نه شوه، بلکې ساتلې پاتې شوه.
پاکستان په دغه ډول لوبو کې پخه تجربه لري، له کله نه چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شروع شوي، افغان حکومتونو او حتی نړۍ والو له پاکستانه په وار وار غوښتي چې په افغان سوله کې په رښتیني همکارۍ سره افغان طالبان له افغان حکومت سره د سولې مېز ته کېنوي، دا غوښتنه ځکه له پاکستانه شوې چې پاکستان د طالبان تجهیزوونکی، تمویلوونکی او له ډیورنډ فرضي کرښې ور هاخوا د افغانستان په هغه خاوره کې چې اوس له پاکستان سره قبضه ده، طالبانو او نورو جګړه مارو ډلو ته روزنځایونه جوړ کړي، دا زما خبره نه ده، بلکې د افغان حکومتونو، سیاسیونو او افغان ملت خبره ده.
خو پاکستان تل دا خبره رد کړې چې ګوندې دوی دې د طالبانو ملاتړ کوي، یا دې ورته اسانتیاوې برابرې کړې وي، خو د پاکستان دا سپین سترګي په داسې کال کړې او کوي یې چې د طالبان مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې مړ شو، د طالبانو دویم مشر ملا اختر محمد منصور په پاکستان کې ووژل شو، د طالبانو نور مهم مشران په پاکستان کې دي او د کوټې شورا خو یې په نړۍ واله کچه شهرت لري او څه موده وړاندې د پاکستان پر بستر پروت پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف د رسنیو پر وړاندې اعتراف وکړ چې طالبان دوی رامنځته کړي، حمایه کوي یې او د خپلو ګټو خوندي ساتلو لپاره یې چې څنګه زړه وغواړي، کاروي یې.
اوس خبره داده چې د افغانستان د حکومت او ملت هغه غوښتنه چې تل ترې پاکستان انکار کولو، نن د پاکستان لومړی وزیر پرې اعتراف کوي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د تېرې جمعې په ورځ په پېښور کې ویلي چې افغان طالبان یې له امریکا سره مخامخ خبرو ته حاضر کړل او راتلونکو څو ورځو کې به په اسلام اباد کې له امریکایانو سره پر افغان سوله خبرې وکړي، طالبانو هم دغې لیدنې کتنې ته خپل مرکچي پلاوی ټاکلی او په ښکاره یې ویلي چې دغه پلاوي کې یې د قطر دفتر او کوټې شورا مهم غړي ځای پرځای کړي دي.
کویټه چېرته ده؟ طالبانو ولې ډاډه ویلي چې د کوټې شورا غړي په پلاوي کې برخه لري، ښکاره ده چې خبره له یوه ادرسه ده چې هغه پاکستان دی.
د پاکستان لومړی وزیر دا خبره پرداسې مهال کوي چې که تېر ته لاړ نه شو، همدا روان لمریز کال ته وګورو، د روان ۱۳۹۷ لمریز کال په حمل میاشت کې د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور رسنیو ته وویل چې پاکستان پر افغان طالبانو هیڅ واک او نفوذ نه لري او نه شي کولای چې طالبان له چا سره خبرو ته حاضر کړي. تر دې وړاندې هم د پاکستان د وخت سیاسیونو او پوځي چارواکو پر طالبانو د کنټرول خبره په ډېرې سپین سترګۍ رد کړې وه، خو اوس یې په ځپله د وخت لومړي وزیر د خپلو برحالو او پخوانیو ټولو پوځي او ملکي مشرانو خبرې رد کړې او دایې وښوده چې طالبان د پاکستان په کنټرول کې وو او دي.
افسوس زمونږ د ولس په حال چې پنجابیان یې د خپلو ګټو لپاره د مجاهد او ټالیب په نامه داسې استعمالوي لکه د حمام صابون. د جګړې دواړه خواته پښتانه افغانان وژل کيږي . زمونږ انساني ، اقتصادي او نظامي قوت یې ضعیفه کړ.