تاند- د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو یوازې یوه ورځ وروسته د افغانستان بل ګاونډي هم له افغانستان سره د اوبو مسله راپورته کړه.

د پاکستان د (دي نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هیواد حکومت په یوه بیان کې ویلي چې هڅه کوي د افغانستان حکومت د اوبو پر سر یوه تړون ته د رسېدو په خاطر خبرو ته وهڅوي.

د پاکستان حکومت د خپل هیواد د یوه سناتور ډاکتر جهانزېب جمال الدیني د لیکلي پوښتنې په ځواب کې یو بیان خپور کړ. په دې بیان کې ویل شوي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د بهېدونکو اوبو د وېش په ګډون به مثبت اغېز ولري خو افغانستان تراوسه مثبت ځواب نه وايي.

دي نیوز وايي چې افغانستان خپل یو شمېر بندونه چې د جګړې په کلونو کې ویجاړ شوي وو، بېرته جوړ کړي چې له هغو څخه یو د کامې بند دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې افغانستان پر دې سربېره د یو شمېر نورو بندونو د جوړولو پلان لري چې پاکستان ته د اوبو پر بهیر اغېز کوي.

د پاکستان حکومت د سند سین د اوبو په کمیشنرۍ کې، چې په پاکستان کې د اوبو مدیرت په غاړه لري، د افغانستان د اوبو لپاره ځانګړې څانګه پرانیستې ده. د پاکستانۍ ورځپاڼې (دي نیوز) د راپور له مخې، د دې څانګې دنده دا ده چې له بېلابېلو سرچینو معلومات راټول کړي او د افغانستان د سیندونو د اوبو اندازه وڅاري.

پرون /دوشنبه/ د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د ایران له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې له افغانستان څخه د اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو حربو کار اخلي.

محمد جواد ظریف وویل چې له افغانستان سره د اوبو مسله په جدي ډول تعقیبوي او ښايي داسې اوونۍ نه وي چې د هلمند د اوبو په اړه یې خبرې نه وي کړي خو فکر کوي چې په دې برخه کې یوې هراړخیزې موافقې ته د رسېدو لپاره وخت پکار دی.

له ښاغلي ظریف څخه پوښتنه وشوه چې ایا پر افغانستان د ایران زور نه رسېږي چې د خپلو اوبو حق ورڅخه واخلي؟ ده وویل«ولې نه، موږ له بېلابېلو حربو کار اخلو، سرحدي موافقو، افغان مهاجرو، د مخدرو موادو موضوع او د افغانستان په اړه له سوداګرۍ څخه استفاده کولی شو خو د ګاونډیانو، په تېره بیا مسلمانو ګاونډیانو په اړه تراوسه پورې زموږ تګلاره دا وه چې له اړمونو کار وانخلو.»

د پاکستان او ایران له لوري په افغانستان کې د جګړې د ملاتړ یوه اساسي انګېزه د افغانستان اوبه بلل کېږي. دواړه هیوادونه فکر کوي تر څو چې په افغانستان کې جنګ وي، دوی به د افغانستان له اوبو استفاده کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *