تاند- دوو هندي خبریالانو، چې په پاکستان کې کار کوي، پرون وویل چې د پاکستان حکومت ورته ویلي چې له دغه هیواده ووځي.

هند وايي، د پاکستان دا اقدام د دوو هیوادونو ترمنځ له اوسني بهتره شوي چاپېریاله شاتګ دی او د دوو اتومي هیوادونو ترمنځ د باور د رامنځته کولو پر هلوځلو اغېز شیندي.

په پاکستان کې دننه د ملکي حکومت، چې له هند سره یې د سولې لار خپله کړې ده، او د پوځ ترمنځ سخت اختلاف لیدل کېږي.

اوس چې د هند په پارلماني انتخاباتو کې د هندوانو د ملتپال ګوند مشر ناراین درا مودي مخکې دی، د پاکستان پوځ اندېښمن شوی دی.

هندي خبریالانو سنیش الیکس فلیپ، چې د هند د خبري اژانس پریس ټرسټ اف انډیا  او مینه منان، چې د هند ورځپاڼې لپاره کار کوي، پرون وویل، حکومت یو لیک ورلېږلی او په هغه کې لیکل شوي چې د دوی وېزې نه تمدید کېږي او د دې کار کوم دلیل هم نه دی څرګند شوی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا دوه هندي خبریالان له څه کم یو کال راهیسي په پاکستان کې کار کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی سید اکبرالدین وویل، د خواشینوونکې ده چې د هند دې دوو ژورنالیستانو ته ناڅاپه او تر وخت مخکې له څو میاشتې کاره وروسته له پاکستانه د وتلو امر کېږي.

خو د رویټرز خبري اژانس پر اساس د پاکستان پوځ د دغو دوو هندي خبریالانو پر کار مشکوک و.

رویټرز خبري اژانس وايي، هڅه یې وکړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې وکړي خو څوک حاضر نه شول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پاکستان د خبریالانو لپاره یو خطرناک هیواد دی خو تر نورو خبریالانو پر هندي خبریالانو بندیزونه زیات دي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال په پاکستان کې د جمهوري حکومت له بیا واکمنېدو وروسته تراوسه پوري ۳۴ ژورنالیستان په دغه هیواد کې وژل شوي او یوازې د یوه ژورنالیست قاتل نیول شوی او په بند محکوم شوی دی.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف په ځلونو ویلي چې له هند سره اړیکې ښې کړي او ژمنه یې کړې چې د رسنیو ازادي به هڅوي.

 د هند او پاکستان ترمنځ کومه موافقه نشته چې پر اساس یې دواړه هیوادونه په یو بل کې خبریالان ولري.

ځواب دلته پرېږدئ