تاند- د پاکستان پوځ وايي، پنخه سرتېري او ۱۰ وسله وال مخالفان تېره شپه د افغانستان پولې ته څېرمه په یوه نښته کې ووژل شول.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د دغه هیواد د دولت وسله وال مخالفان له افغانستانه مومند ایجنسۍ ته ورواوښتل او د پاکستان پر سرحدي پوستو یې بریدونه وکړل.

پاکستان تور لګوي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان له حملو وروسته افغانستان ته اوړي او له همدې خاطره یې له افغانستان سره رسمي لارې بندې کړي دي.

د لارو د بندېدو له کبله د پولې دواړو خواوو ته په زرګونو خلک، چې په قانوني اسنادو تګ راتګ کوي او دغه راز د تجارتي مالونو کانتینرونه بند پاتې دي.

پاکستاني پوځیانو په تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان لور ته د درنو وسلو ګڼې ګولۍ ویشتي دي.

د پاکستان پوځ د نن ورځې په خبرپاڼه کې د وژل شویو مخالفو وسله والو د ډلې نوم نه دی یاد کړی خو ویلي یې دي چې مخالفو وسله والو حملو کوونکو ته یې په وخت او کلک ځواب ورکړ.

د خبرپاڼې پر اساس د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستاني پوځیانو قرباني وستایله او په پوله کې یې د زیات شمېر پوځیانو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه وکړه.

لوېدیځ خبري اژانسونه وايي چې د پاکستان د پوځ له لوري د تلفاتو په اړه وړاندې شوي شمېر څوک نه شي تاییدولی ځکه چې دې لېري سیمې ته ژورنالیستان تللی نه شي.

پاکستان دا ادعا په داسي وخت کې کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوي دي.

افغانستان له کلونو راهیسي تور لګوي چې پاکستان د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو مالي، پوځي او تسلیحاتي ملاتړ کوي، په وروستیو کې پاکستان هم وايي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان په افغانستان کې پناهځایونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *