د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل، اسلام اباد په دې باور لري چې له افغانستان سره ترینګلتیا د خبرو له لارې کمېدای شي او هڅې روانې دي چې «په غلطه له پوهول شويو افغانانو» سره د تماس لپاره فاصلې لنډې شي.

د پاکستان د اې پي پي خبري اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په تورخم کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو په باب د پوښتنې په ځواب کې وویل:«افغانانو ته هغو کسانو، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله وي، غلطه لارښوونه کړې ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی نفیس زکریا اشاره دې ته وه چې ګواکي د افغانستان حکومت د هند له لوري د پاکستان پر ضد پارول شوی دی.

ګڼو پاکستاني سیاستوالو او مذهبي مشرانو په زغرده ویلي چې د تورخم په وروستیو شخړو کې د هند لاس دی او هندوستان، چې پاکستان یې خپل تاریخي دښمن ګڼي، د افغانستان حکومت لمسوي چې په ډیورند کرښه له پاکستان سره شخړه وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د سرحدونو چارو وزیر متقاعد جنرال عبدالقدیر بلوچ هم نن وویل چې پاکستان به د افغان پوله ساتو له لوري د خپل یوه جګړن وژل کېدا هېره نه کړي. ده وویل، پاکستان او افغانستان د یو بل دښمنان نه دي خو دا هند دی چې افغانستان د پاکستان پر ضد لمسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی زکریا وویل، پاکستان غواړي چې د افغانستان له حکومت سره مسله د خبرو له لارې حل کړي.

ده زیاته کړه:«موږ د افغانستان حکومت ته خپله اندېښنه او خپګان څرګند کړی او همداراز مو ورڅخه په کلکه غوښتي چې په اینده کې د داسي پېښې د مخنیوي لپاره ضروري ګامونه واخلي.»

دا په داسي حال کې ده چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر په وینا پرون ناوخته د پاکستان له لوی درستیز او د بهرنیو اړیکو له سلاکار سره موافقې ته ورسېد چې په تورخم کې به پاکستاني پوځیان د دروازې د جوړولو کار دروي، او مسله به د خبرو له لارې حل کوي.

حضرت عمر زاخېلوال همداراز وايي چې له موافقې سره سره پاکستان د افغانستان په خاوره کې د دروازې د جوړولو کار ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې د دروازې جوړول د تروریستانو د اوښتو د مخنیوي لپاره ضروري دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز نن وویل چې پاکستان په تورخم کې د دروازې د جوړولو کلکه اراده کړې ده.

ده چې د پاکستان ملي جرګې ته خبرې کولې، دغه راز وویل، دا دروازه د تروریستانو او د مخدرو موادو د قاچاقبرو د مخنیوي لپاره ضروري ده او د دواړو هیوادونو په ګټه ده.

پاکستان وايي چې دا دروازه د دې لپاره جوړوي چې خپلې خاورې ته د تروریستانو د ورتګ مخه ونیسي خو په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند د پاکستان پر دې ادعا شک څرګندوي.

مومند په یوه لیکنه کې، چې پرون /چهارشنبه/ په پاک تریبیون ورځپاڼه کې خپره شوه، ویلي چې افغانستان او پاکستان په خپل منځ کې ۲۲۵۰ کیلومتره پوله او د تګ راتګ ۲۳۵ لارې لري، خو رسمي بندرونه، چې اسناد پکې کتل کېږي او ګمرکي محصول پکې اخیستل کېږي، یوازې سپین بولدک او تورخم لارې دي.

دی همداراز وايي، که څوک تروریست وي او غواړي چې پاکستان ته د تروریستي حملو لپاره راشي ، دا به خورا احمقانه وي چې د تورخم یا سپین بولدک په رسمي پولو، چې په لسګونو پولیس او ساتونکي پکې ځای پر ځای دي، پاکستان ته ننوځي او ځان له خطر سره مخامخ کړي.

3 thoughts on “پاکستان وايي، افغانان غلط پوهول شوي دي”
  1. هۍ دشیطان اولاده دروازه خو تاسی جوړوۍ نو هند څنګه لاس وهنه کوی دروازه خو مونږ نه پريږدو

  2. دترهګریزو فعالیتونو د کنترول ښه لیاره د اکوړی کامری او نورو تروریستی مرکزونو بندول یواځینی چاره ده مګر شرم ښه شی دی خو چی څوک یی ولری افغانستان خو تروریستان د دوی له لوری وپیږندل

  3. هند که ځه هم غیر اسلامی هیواد دی خو دافغانستان سره یی مرستی په مراتبو دمنافق پاکستان څخه موثری دی البته په هند کښی دمیشت مسلمانانو شمیره د پاکستان په پرتله زیاته او سوچه مسلمانان دی یعنی څه چی ځان ته نه خوښوی بل ته یی هم نه غواړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *