چودري نثار خان/ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر

تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي، د تېر کال په وروستیو کې په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې حمله، چې په نتیجه کې یې د طالبانو مشر ووژل شو، د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې د بهیر د درېدو سبب شوی دی.

پاکستاني رسنیو نن /سې شنبه/ د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان په قول وویل چې حکومت له طالبانو سره د خبرو او تماسونو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي وې خو پر شمالي وزیرستان د نوومبر د لومړۍ نېټې حملې، چې په پایله کې یې د طالبانو د تحریک مشر حکیم الله مسود ووژل شو، د خبرو د بیا پیلولو لپاره رامنځته شوي امکانات له لاسه ووتل.

ده، چې د پاکستان د ملي جرګې غړیو ته خبرې کولې، همداراز ادعا وکړه چې حتي د پاکستان د حکومت او طالبانو د تحریک ترمنځ د اړیکو د ټینګولو موافقه د دې ډلې وژل شوي مشر حکیم الله مسود لاسلیک کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په دوام کې وویل چې د حکیم الله مسود له وژل کېدو وروسته د پاکستان حکومت د طالبانو له نوري مشر فضل الله سره، چې په کونړ ولایت کې اوسي، د تماس لپاره نوي هڅې پیل کړې خو نوموړي تراوسه پوري مثبت ځواب نه دی راکړی.

د پاکستاني طالبانو ویندوی په وروستیو ورځو کې ویلي چې که حکومت په خبرو کې جدیت او صداقت ولري نو دوی خبرو ته حاضر دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستان پر پوځ د طالبانو وروستۍ حمله د دواړو خواوو ترمنځ د سولې پر خبرو منفي اغېز کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تعجب وکړ چې کله د پاکستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو وړاندیز وکړي، طالبان کوم غبرګون نه ښيي خو کله چې د پاکستان خلک له طالبانو سره د کلک چلن غوښتنه وکړي طالبان خبرو ته د لېوالتیا بیانونه ورکوي.

چودري نثار خان د پاکستان پارلمان ته وویل، له طالبانو سره د خبرو یا د هغوی پر ضد د عملیاتو په اړه هر راز پرېکړه به د ملي اجماع پر اساس وشي.

په همدې حال کې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو د طالبانو پرضد د پوځي اقدام غوښتنه وکړه.

د بېنظیر بوټو او اصف زرداري زوی بلاول بوټو بي بي سي ته په مرکه کې د پاکستان له حکومته غوښتي چې د سخت دریځو طالبانو پرضد دې له زوه کار واخلي.

ده وویل چې پاکستاني ساستوال باید د طالبانو په شان د وسله والو ډلو په وړاندې، چې پاکستان ته خطر پېښوي، وېښ واوسي.

بلاول بوټو له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د پاکستان د اوسني حکومت دریځ ناکام وباله، ویې ویل له دې لارې ستونزه نه شي غوڅېدای.

One thought on “پاکستان: امریکا له طالبانو سره زموږ د خبرو خنډ شوه”
  1. پوډری نثارخان مهر بانی وکړی چی ملا ماداومر او انډیوالان یی چیرته اوسیږی؟ د خپل بام واوری پر مونږ مه را اچوه. تاسو چی په خپل بیرغ کی د غوایی سترګه هم رسم کړی او دعوه کوی چی د پاکستان اسلامی جمهوریت دی، نو د اسلام مبارک دین د خپلو ګاونډیانو سره همداسی چلند روا بولی؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *