تاند- پاکستاني چارواکي وايي چې امریکا ورسره منلې چې له طالبانو سره د پاکستان د حکومت د خبرو په لړ کې به د بې پېلوټه الوتکو حملې بندوي او دا ډول بریدونه یې تر ډېره حده لږ کړي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د بې پېلوټه الوتکو د حملو د بندولو په اړه د پاکستان د غوښتنې په هکله د یوه امریکايي چارواکي په قول ویلي:«دوی دا غوښتنه کړې وه او موږ رد کړې نه ده.»
خو په عین وخت کې د امریکا حکومت ویلي چې که د القاعده کوم مهم غړی په مخه ورغی نو پرضد یې برید کوي او دغه راز د هر هغه تهدید په وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای چې امریکا ته متوجه وي.
په ۲۰۱۱ میلادي کال د پاکستان پر دوو پوستو د امریکايي الوتکو له بمبارۍ وروسته، چې د څلورو اوونیو په مخه د امریکا د بې پېلوټه الوتکو بریدونه درول شوي ول، دا پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو په حملو کې تر ټولو اوږده وقفه ده.
پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پېلوټه الوتکو حملې د نوومبر په میاشت کې د طالبانو د مشر حکیم الله مسود پرضد له بریده وروسته لږ شوي دي.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي واشنګټن پوسټ ورخپاڼې ته ویلي چې امریکا د بې پېلوټه الوتکو د حملو د محدودولو په باب له پاکستان سره کومه رسمي موافقه نه ده کړې.
ده له طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې اترې د پاکستان بشپړه کورنۍ مسله وبلله.
دغه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، دا هم وویل، امریکا د افغانستان د جګړې په میدان کې او د دغه هیواد په شاوخوا کې د خوځند او فعال دښمن پرضد د خطر د مخنیوي لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون او پالیسۍ مطابق حمله کوي او د هغه د ختمولو لپاره هلوځلو ته دوام ورکوي. او دا خبره سمه نه ده چې موږ په پاکستان کې د سولې د خبرو لپاره خپله پالیسي بدله کړې ده.
پا کستان هر وخت افغانستان د خپل سپر په ډول استعمال کړی که د انګریزانو په مقابل کی وښښی بیا د هغه نه وروسته د روسانو په مقابل کی او د هغه نه وروسته بیا د امریکا په مقابل کی چی اوس ورسره مخامخ دی غواړی بیا امریکا په افغانستان کی مصروف کړی او مزاحمت ورته جوړ کړی او ځانونه بچ کړی خو امریکا باید د تاریخ په لوستلو هیڅ وخت د پاکستان د ګیدړیر سیاست ونه غولیږی !! نور افغانان هم هغه پخوانی افغانان ندی اوس د حامد کرزی په شان قهرمانان لری چی هر څوک مجبوره کړی چی د خپل هیواد څخه دفاع وکړی د افغانتسان څخه باید افغانان دفاع وکړی او د پاکستان څخه پاکستانینان نور افغانان د اسلام په نامه نشی غولولای زما لومړنی ارزو همدا ده چی نور باید ټول افغانان پدی پوه شو چی مونږ صرف د خپل هیواد په وړاند ی مسولیت لرو نه د پاکستان او عربستان او یانورو په وړاندی په هر چا د افرض دی چی د خپل ځان او هیواد څخه دفاع وکړی .
مننه
وحیدالله صالح
امریکه باید د بی پیلوټه بمبار ته ادامه ورکړی ولی چه امریکه ښه پوهیږی چه د تروریزم فابریکی چیرته دی
سلام مينوالو. دا واضيح خبره ده جه افغانستان بايد افغانان جوركري او كه يي بل حوك راته جوركري داسي بي راته جوره وي لكه هغه جي غواري .او بدي كي به د جورونكي كته ديره دوهمه درجه دمنطقي يا همسا يكا نو كته ولي جي هغه هم غواري به خبله كته استعمال كري او دريمه درجه د جوريدونكي هيواد كته ده جه بدي كي بمو خبلو ميلي منافع دخبلي غوشتني به اندازه د لاسه وركري وي او كه يي بخبله خبل و طن جور كرو واضيح خبره جه هر حه مو بوس او توان كي نشته نو بيا دنور وكمك ته ضرورت لرو. كومك كول انساني طبعي او شه خبره ده خو حنكه كومك او دجا به كته كومك طبعي خبره ده هر حوك خبله برخه غوشنه غواري خو دلته دي جه بايد له داسو لارو جارو حخه كار واخستل جه دوطن به خير دملي منافعؤ سر همزغي او ملت ته دمنلو لور تيا ولري داسي كومك كومك دي . ددي كار نكيدل. هم خبل حان ته عا ميلون لري يو دكمك كونكي ليوالتيا دوهم دكمك غوشتونكي بوهه صداقت وخبل ميلت ته بر نيكو با ندي تنك عظم يا به اصتلاح كلكوالي رشتين والي يا ايمانداري سيا سي بوه يا دميلت به نظم خبر تيا او تنكه اداره او دميلت دبوهي كجه او ضرورت صحيح درك كول دي . راغلو و دي دري كونجي مسلس ته كومك كونكي كومك غوشتونكي او منطقه يا همسايكان نو كه داسي حه وكرؤ جه بدي مسلس كي مو خبل ملت او اولس ته خير رسولي وي هغه به دير شه كار وي او دا هغه وخت شه تر سره كيداي شي جه دمسلس به اول كونج كي و دريزؤ او نور به دوهم او دريم كونج كي جه معنا يي داده جه افغا نستان بايد اول افغانان دوهم كومك كونكي او دريم دمنطقي يا همسايكانو همكاري الله باك دي وموز ته داسي رهبري نصيب كري جه اول افغان دوهم شه كومك كونكي يا ملا تر او دريم شه ما حول يعني شه او صادقه همسايكان