تاند- پاکستان وايي، د دغه هیواد اکثره اتباع چې په افغانستان کې یې بې پاسپورټ و وېزې کار کاوه، په وروستیو څو ورځو کې د تورخم له لارې بېرته وراوښتي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، دا کسان د دې لپاره له افغانستانه بېرته ورغلي چې پاکستان امر کړی چې د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته هیڅ پاکستانی اجازه نه لري چې بې پاسپورټ او وېزې افغانستان ته لاړ شي.
پاکستاني رسنیو نن /یکشنبه/ ویلي چې د لنډیکوتل اوسېدونکي له دې قاعدې مستثنا دي. د لنډیکوتل یا لوړاګي اوسېدونکو ته د پاکستان حکومت اجازه ورکړې چې افغانستان ته بې پاسپورټه تګ راتګ وکړي.
په تورخم کې پاکستاني چارواکو وویل، له نن (د جنورۍ لومړۍ) څخه وروسته به پاکستانیان پرې نښودل شي چې افغانستان ته له معتبرو سفري اسنادو یا پاسپورټ او وېزې پرته لاړ شي.
پاکستان د افغان او پاکستاني سوداګرو په غوښتنه د دوو هیوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره د وېزې او پاسپورټ د لارمي کولو نېټه دوه ځلې ځنډولې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي پرون /شنبه/ د وروستي ضرب الاجل تر پوره کېدو یوه ورځ وړاندې ډېر شمېر پاکستانیان له افغانستانه په تورخم د خیبر پښتونخوا خوا ته واوښتل.
پاکستان دا پرېکړه د دې لپاره کړې چې د ډیورنډ کرښه کنټرول کړي.
د پاکستان پوځ له تېرو دوو کلونو راهیسي د (بارډر منجمینټ) په نوم د دوو هیوادونو ترمنځ پر کرښه تدابیر زیات کړي دي. په یو شمېر سیمو کې یې کندې کیندلي او په یو شمېر نورو کې یې د ازغن سیم دېوال جوړ کړی دی.