تاند- د پاکستان د بهرنیو چارووزیر ایران ته د خپل هیواد د صدراعظم عمران خان د سفر په درشل کې له ایران او افغانستان څخه وغوښتل چې د هغو تروریستي ډلو پر ضد څرګند اقدام وکړي چې د ده په وینا د دغو هیوادونو له خاورو څخه عملیات کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شاه محمود قریشي دا خبره د شنبې په ورځ /اپریل ۲۰/ حمل۳۱/ په یوه خبري غونډه کې وکړه او همداراز یې غوښتنه وکړه چې دواړه هیوادونه دې په خپلو خاورو کې د تروریستانو لوژیستیکي ملاتړ او د روزنې کمپونه پای ته ورسوي.
ښاغلي قریشي په بلوچستان ایالت کې د ګوادر او کراچۍ ترمنځ د ۱۴ پاکستاني پوځیانو وژلو ته په اشارې وویل «ټول هیواد د اورمرې پر پېښې خواشینی دی او غواړي پوی شي چې دا پېښه ولې وشوه او څوک پکې لاس لري.»
ده همداراز وویل چې کره شواهد شته چې دا برید یوې نوې بېلتون غوښتونکې بلوڅ ډلې، چې مرکز یې د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې دی، کړی دی.
قریشي دا هم وویل چې په دې اړه یې خپل شواهد له ایرانیانو سره شریک کړي دي.
پاکستان په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د تورونو په وړاندې ورته تور پورې کاوه چې د پاکستان د پوځ پر ضد ځینې سختدریځي په افغانستان کې پناهځایونه لري.
افغانستان له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې پاکستان په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورنوي او وايي چې پاکستان د افغانستان خلاف وسله وال جګړه مار روزي او د افغانستان د ورانولو لپاره یې رالېږي.
خو دا لومړی ځل دی چې پاکستان د ایران د تورونو په وړاندې متقابل تور پورې کوي.
راپورونه وايي چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان او سند ترمنځ د ۱۴ تنو وژل شویو پاکستاني پوځیانو په منځ کې مهم کسان شامل دي.
د دې حملې مسوولیت (Baloch Raaji-Aajohi-e-Sangar) ډلې په غاړه واخیست او قریشي وايي چې دا د درو بلوڅ بېلتون غواړو ايتلاف دی چې مرکز یې د ایران په بلوچستان کې دی.