تاند- د پاکستان حکومت له طالبانو سره تر هغو خبرې نه کوي چې د دوی په وینا طالبان تاوتریخوالی بس نه کړي.
دا پرېکړه نن په اسلام اباد کې له صدراعظم نوازشریف سره د پاکستان د حکومت د څلورکسیزې کمېټې د غړیو په کتنه کې وشوه او د دې کمېټې له لوري اعلان شوه.
کمېټې له صدراعظم نوازشریف سره په کتنه کې د سولې د خبرو پر نورو ممکنو لارو چارو، امنیتي وضعیت او د طالبانو د حملو په نتیجه کې د رامنځته شوي حالت په اړه خبرې وکړې.
کمېټې د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته د خپلو ۱۷ ورځنیو هلوځلو په اړه هم معلومات ورکړل.
د پاکستان د حکومت د مرکچي پلاوي (کمېټې) همږغوونکي عرفان صدیقي نوازشریف ته وویل، د طالبانو له جدي اقداماتو پرته ګټورې او نتیجه لرونکې خبرې ممکنې نه دي او د طالبانو له لوري د ۲۳ سرحدي ځواکونو وژلو حالات کاملاً بدل کړي دي.
ده دا هم وویل چې په اوسنیو شرایطو کې حکومتي پلاوی خبرو ته دوام نه شي ورکولی او که صدراعظم کومه پرېکړه کوي، کمېټه تیار ده چې اجرا یې کړي.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم حکومتي پلاوی به له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه حکومت ته سلا مشورې جاري ساتي.
وروسته له دې چې د یکشنبې په ورځ طالبانو په مومند ایجنسۍ کې د ۲۳ پاکستاني سرحدي پوځیانو د وژلو خبر اعلان کړ، له حکومتي پلاوي سره د طالبانو د پلاوي خبرې اترې لغوه شوې.
طالبان وايي، دا کسان یې وروسته له دې اعدام کړل چې امنیتي ځواکونو په مختلفو ځایونو کې طالب بندیان د شکنجې تر څنګ ووژل.
د طالبانو په برید کې د پاکستان د پوځ جګړن ووژل شو
د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکز پېښور کې د وسله والو طالبانو په برید کې نن د پاکستان د پوځ یو جګړن ووژل شو.
د پاکستان د پوځ ویندوی د جګړن جهانزېب جان وژنه تایید کړه، ویې ویل چې په دې حمله کې درې حمله کوونکي طالبان هم ووژل شول.
د خبرو وړاندیز خو لومړۍ هم طالبانو نه وو کړی، وړاندیز خو د پاکستان حکومت کړی وو.د پاکستان دا اعلان پر طالبانو هیڅ اثر نلری. پاکستان طالبان تر خبرو دا ښه بولی چی د پاکستان د حکومت سره جهاد وکړی که د حکومت کسان یی مړه کړل غزیان به شی او که پاکستای طالبان مړه کیږی نو شهیدان به شی . زموږ په نظر د پاکستانی طالبانو تر خبرو په جهاد کی ډیره فایده ده باید تر هغه د پاکستان حکومت سره وجنګیږی تر څو یی چی د پښو نه راپر ځولی.