تاند- پاکستان وايي، د ۲۰۱۷ له جولای څخه د ۲۰۱۸ تر مې میاشت پورې یې افغانستان ته صادرات د وړم کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۳۱ اعشاریه ۰۲ ډېر شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک (سټېت بنک) له لوري له تازه ارقامو سره سم، په یاده موده کې له افغانستان څخه پاکستان ته د وارداتو اندازه هم ډېره شوې ده.

دا بانک وايي، افغانستان ته د پاکستان صادرات، چې د ۲۰۱۶ له جولای څخه د ۲۰۱۷ تر مې پورې ۱ ملیارد او ۷ زره ډالره و، د ۲۰۱۷ له جولای څخه د ۲۰۱۸ تر مې پورې یو ملیارد او ۴۰۲ ملیون ډالرو ته زیات شوي دي.

په یاده موده کې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۱۱۷.۹ سلنه زیات شوي یعني له ۵۴ ملیونه او ۳۵ زره ډالرو څخه ۱۱۸ ملیونه او ۴۸ زره ډالرو ته لوړ شوي دي.

افغانستان تر دوه کاله پخوا پورې له پاکستان څخه د شاوخوا دوه نیم ملیارد ډالرو برابر واردات لرل خو د دوو هیوادونو په سوداګري راکړه ورکړه کې وروسته له دې د پام وړ کموالی راغی چې پاکستان څو ځلې خپلې سوداګري لارې بندې کړې او د افغانستان حکومت د هوايي دهلېزونو په ګډون د نورو ګاونډیو هیوادونو ترانزیتي لارو ته مخه کړه.

د دوو هیوادونو ترمنځ په سوداګري راکړه ورکړه کې بېرته ښه والی سږ کال راغلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *