ملیحه لودي په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې

تاند- په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازې امنیت شورا ته وویل چې هیواد یې له ټولو هڅو کار اخلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په بهیر کې اسانتیا راولي.

ملیحې لودي پر نړیوالې ټولنې ږغ وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې د هڅې کلک ملاتړ وکړي.

د پاکستان استازې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا بحث ته په وینا کې وویل، پاکستان به د دې پروسې د تسهیلولو لپاره هر هغه څه وکړي چې په وس یې پوره وي.

دې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ او د سولې په رامنځته تګ کې د چین د رول هرکلی وکړ.

ملیحې لودې وویل، افغان لوری او نړیواله ټولنه باید له ستراتیژیک زغمه کار واخلي او هغه کسان چې غواړي د سولې بهیر ګډوډ کړي باید نهیلي کړای شي«دوی د تاریخ د بهیر خلاف روان دي.»

دې د نوومبر په میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سفر تاریخي وباله، ویې ویل چې غني له نوازشریف سره په خبرو کې او د پاکستان په درې ورځني سفر کې د ۱۳ کلونو ستونزې حل کړې او د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې یې ستراتیژیک بدلون راوست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *