تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، اسلام اباد په افغاسنتان کې د سولې د ټینګښت لپاره جدي هلې ځلې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په اسلام اباد کې وویل، هیواد یې د افغانستان د سولې لپاره ریښتونې هلې ځلې کوي خو په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره د خبرو مېز ته د طالبانو حاضرول یوازې د پاکستان مسوولیت نه دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د افغانستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان خبرو ته حاضر کړي بلکې له خپلې ژمنې سره سم په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر ضد اقدام وکړي.
پاکستان د څلور اړخیزو غونډو په مهال ویلي و چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړي او که طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شول لږ ترلږه اقدام به یې دا وي چې د طالبانو مشران او د هغوی د کورنۍ غړي د پاکستان له خاورې وباسي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بې له دې چې د خپل هیواد د چارواکو دې ژمنې ته اشاره وکړي، وویل چې پاکستان په خپله د تروریزم قرباني دی او د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې د ناکامۍ مسوولیت یوازې د پاکستان نه دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قطر څخه کراچۍ یا اسلام اباد ته د طالب پلاوي د سفر په اړه هم څه ونه ویل.
پاکستاني رسنیو وروسته له دې د سولې د خبرو لپاره د طالب پلاوي د ورتګ خبرونه خپاره کړل چې افغانستان توند غبرون څرګند کړ او اعلان یې وکړ چې که پاکستان د طالبانو پر ضد اقدام ونه کړ په نړیواله ټولنه کې به د دغه هیواد له لوري د تروریزم او تروریستانو د پاللو خلاف شکایت وکړي.
د افغانستان د سیاسي چارو نظرخاوندان وايي، پاکستان د طالب پلاوي د سفر په اړه د خبرونو په خپرولو د افغان چارواکو غوسه کراروي او د جګړې په روان فصل کې د سولې د خبرو د احتمال په نوم د جګړې په میدان کې د طالبانو لپاره وخت اخلي.