تاند- په بلوچستان ایالت کې د افغان طالبانو د مشر له وژل کېدو وروسته پاکستان ادعا کوي چې ۶ افغان جاسوسان یې نیولي او افغانانو ته یې ویلي چې ووځي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي نن /پنجشنبه/ وویل، د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو د افغانستان شپږ استخباراتي کارکوونکي، چې په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې ښکېل ول، نیولي دي.
ده همداراز وویل، نیول شویو کسانو، چې اکثره یې افغان کډوال دي، د افغانستان د ملي امنیت د ریاست او د هند د (را) استخباراتي ادارې له لوري ګومارل شوي وو او دوی په بېلابېلو تروریستي عملیاتو کې تر ۴۰ زیات پاکستانیان وژلي دي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل، پاکستان افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې خو هغوی له شا پرې د خنجر وار کوي.
بوګټي وویل:«نور د صبر کاسه نسکوره شوې، افغان مهاجر نور باید ووځي، دا په دوی پوري اړه لري چې په عزت وځي او که د بلوچستان د خلکو له لوري په زوره ایستل وایستل شي.
پاکستان دا تور وروسته له دې لګوي چې د طالبانو مشر د دغه هیواد په بلوچستان ایالت کې ووژل شو او یو وار بیا د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د حضور او ازاد تګ راتګ په اړه پر دغه هیواد انتقادونه وشول.
زما لویه خدایه کاشکی اسراییل زمونگ گاوندی وای خو نه دا تک تور پنجاب چی نه دانسان خوی او خاصیت لری او نه هم دانسان رنگ.