تاند- پاکستان، چې د افغان طالبانو د روزنې او مېشتېدنې مرکز دی، وايي چې د افغانستان د انتخاباتو په لړ کې به له دغه هیواد سره خپلې پولې ټینګې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ دا اعلان وروسته له دې وکړ چې طالبانو د دوهم ځل لپاره افغانانو ته په انتخاباتو کې د نه ګډون خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د هر ډول پېښې مسوولیت به د خلکو په غاړه وي.
پاکستان په تېرو انتخاباتو کې له افغانستان سره جدي همکاري کړې وه او د انتخاباتو په ورځ یې طالبان له حملو راګرځولي ول.
خو دا ځل افغان چارواکو ویلي چې د کابل په وروستیو څو بریدونو کې پاکستان لاس درلود او داسي نښې یې موندلي چې د پاکستان لاس لرل ثابتوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم خبریالانو ته وویل:«پاکستان به د افغانستان د انتخاباتو په لړ کې د پولو په اوږدو کې امنیتي تدابیر سخت کړي.»
دې همداراز وویل:« د امنیتي تدابیرو د سختولو معنا دا ده چې موږ به څارنه لا ډېره کړو. په اوسني پړاو کې ویلی شم چې کوم اقدامات به وشي، خو موږ غواړو چې دا یقیني کړو چې له اجازې پرته پر پوله تګ راتګ نه پرېږدو.»
د افغانستان دا انتخابات له دې پلوه هم له تېرو دوو انتخاباتو سره توپیر لري چې د لومړي ځل لپاره واک له حامد کرزي څخه، چې د طالبانو د واکمنۍ له پرزېدو وروسته قدرت په لاس کې لري، یوه نوي ولسمشر ته په لاس ورځي.
پاکستان مخکې ویلي و چې د حامد کرزي له ځای ناستي سره افغان طالبان ممکن روغه جوړه وکړي.
د ولسمشرۍ دوو احتمالي بریالیو کاندیدانو له طالبانو سره د سولې په اړه متفاوت نظرونه څرګند کړي دي.
عبدالله عبدالله ویلي چې طالبانو ته باید زارۍ ونه شي او که روغه نه مني باید د هغوی تشدد ته په سوک ځواب وویل شي. بل کاندید اشرف غني احمدزي د سولې د بهیر د ملاتړ تر څنګ د حکومتوالۍ ښه کېدا د سولې لپاره مهمه بللې ده.