تاند- د پاکستان د صدراعظم او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ د خپل هیواد د مشرانو جرګې ته وویل، اسلام اباد تیار دی چې په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي.

سرتاج عزیز، چې د لومړي ځل لپاره د پاکستان د مشرانو جرګې یا سینټ د بهرنیو اړیکو کمېټې ته خبرې کولې، وویل:«پاکستان تیار دی چې د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرواترو په پیلولو کې هر ممکن رول ولوبوي.»

پاکستان پخوا د افغانستان د سولې په پروسه کې د ځان له شریکولو ډډه کوله.

ده په افغانستان کې د جګړې د کمېدو هیله وکړه، او ویې ویل، د افغان طالبانو او حکومت ترمنځ احتمالي خبرې باید د طالبانو پر بلوا اغېز ولري.

ده وویل چې یوازې طالبان نه دي بلکې ګڼ نور بهرني جګړه مار په افغانستان کې جنګېږي.

غونډ‌ې ته د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز چودري وویل، طالبان باید هغو خلکو ته درناوی وکړي چې خلکو تېر کال په انتخاباتو کې رایې ورکړې او اوس د افغانستان واک په لاس کې لري.

ده په افغانستان کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې حضور رد کړ او ویې ویل چې له دې ډلې پاکستان ته کوم ګواښ متوجه نه دی.

2 thoughts on “پاکستان وايي، د افغان حکومت او طالبانو د سولې له خبرو سره هرراز مرستې ته تیار دی”
  1. د روس په مقابل کی دزمری په شان وجنګیدو….خو اوس دپاکستانی په مقابل کی هیڅنشو کولای..!!!سره لدی چه اکثره پکیان حرمونی هم دی.زما له خپلو افغان وړونو څخه دا پوښتنه ده چه دا څه علت دی چه دتور سپو په مقابل کی خاموشه یو ?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *