تاند- پاکستان وايي چې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل ملاتړ کوي او د افغانانو ترمنځ د پخلاینې لپاره حاضر دی چې د یوه منځګړي په توګه د سولې خبرې تنظیم کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند قاضي خلیل الله نن /جمعه/ وویل:«پاکستان یو وار بیا چمتو دی چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ په هغه صورت کې چې دواړه خواوې تیارې وي، د خبرو د برابرولو لپاره د منځګړي په توګه عمل وکړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې طالبانو کندوز ښار ونیوه او هغه یې په کنډوالو بدل کړ.
د چارو ځیني کتونکي پر کندوز یرغل د پاکستان خلاف د افغان چارواکو د وروستیو څرګندونو او په بډه بېره کې د پاکستان د پوځ پر اډې د حملې په ځواب کې ګڼي.
پاکستان د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو امکان برابر کړ.
راپورونه وايي چې افغان چارواکي نور نه غواړي د پاکستان له لارې له طالبانو سره خبرې وکړي. افغان چارواکي وايي که طالبان غواړي چې خبرې وکړي له دوی سره دې مخامخ تماس ونیسي نه د پاکستان له لارې.
زه د افغانستان د حلکو د نظر ملاتړی یم که طلبان غواړی چی د افغانستان حکومت سره حبری کول غواړی نو د افغانستان سه دی په تماس کی شی نه د پاکستان سره څکه پاکستان زمونږ پلارنده چی د هفه په حبرو داسی لکه یو زوی یی چی د حپل پلار لپاره کوی ولی زمونږ پلار حو نده اوس مونږ حپل دوښمان پیژانو