تاند- پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان له لوري نن /چهارشنبه/ په ویشتل شویو ګولیو په جنوبي وزیرستان کې شپږ امنیتي ځواکونه ژوبل شول.

پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د امنیتي چارواکو په قول ادعا کوي چې نن سهار افغان امنیتي ځواکونو د جنوبي وزیرستان د انګور اډې د تلاشۍ پر پوستې د هاوان ګولۍ وویشتې.

دا په داسي حال کې ده چې انګور اډه د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ مربوط بازار ګی دی.

عموماً وسله وال سخت دریځي په افغانستان کې پر افغان امنیتي ځواکونو له حملې وروسته د پاکستان لور ته تښتي او ویل کېږي چې د پاکستان پوځیان او سرحدي ملېشې په خپلو پوستو کې پناه ورکوي.

ډېر ځلي افغان ځواکونه طالبان د پاکستان تر پولې پوري تعقیبوي او له شا ورپسې ډزې کوي چې ځیني وخت د دوی مرمۍ پر پاکستاني پوځیانو لګېږي.

افغانستان تراوسه پوري د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *