تاند- پاکستان پرون وویل چې د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندیدانو په منځ کې چا ته ترجیح نه ورکوي خو هیله لري چې افغان ادارې به د دغه هیواد انتخاباتي پروسه، چې اوس له بحران سره مخامخ ده، په بریالیتوب نتیجې ته ورسوي.

په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازي مسعود خان د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلۍ مسلې ته په اشارې وویل:«هغه وخت دی چې اعتماد رامنځته شي، ستونزه پای ته ورسول شي او د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانستل شي.»

ټاکل شوې ده چې د روژې د میاشتې په پای کې د اختر په پنځمه ورځ ولسمشر کرزی نوي ولسمشر ته واک وسپاري. دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو منتخب ولسمشر بل ته په سوله ییز ډول واک سپاري.

مسعود خان د ملګروملتو امنیت شورا ته وویل«افغان ادارې اوس یو تاریخي مسوولیت په غاړه لري څو انتخاباتي پروسه منطقي انجام ته ورسوي.»

ده دا هم وویل چې هیواد یې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک انتخاب ته درناوی کوي او د دغه هیواد له نوي ولسمشر سره همکارۍ ته سترګې په لار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *