تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې د یوه مهم لوري پهتوګه له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د مسوولانه وتلو غوښتونکی دی.
ښاغلي قریشي نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې د جرمني له باندنیو چارو وزیر هایکو ماس سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې وايي چې د افغانستان مسله یوازې د خبرواترو له لارې هوارېدای شي او اوس په دې خوشاله دی چې نړۍ د پاکستان نظر تایید کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل، له افغانستانه د امریکايي پوځیانو مسوولانه وتل به د پاکستان او سیمې د هیوادونو په ګټه وي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ماس پرون /دوشنبه/ مزارشریف او کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته پاکستان ته لاړ.
ده په اسلام اباد کې وویل چې تروریزم یوه نړیواله ننګونه ده او پاکستان په دې برخه کې یو لړ ګامونه اخیستي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل«پاکستان په افغانستان کې مهم رول لوبوي، موږ فکر کوو چې د افغانستان حکومت باید په سیمه کې د دایمي سولې لپاره د سولې په پروسې کې ګډون ولري.»
پاکستان وايي چې طالبان یې چمتو کړي چې په قطر کې له امریکایانو سره د سولې خبرې وکړي خو ویل کېږي چې دا هیواد نه غواړي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.
د کتونکو په باور پاکستان هیله لري چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته به طالبان په زور د افغانستان حکومت وپرزوي او یو وار بیا به د افغانستان امنیتي او ملکي ادارې ویجاړې شي.
په نوي یمه لسیزه کې د کابل له نړېدو او د افغانستان د اردو، پولیسو او ملکي ادارو له دړې وړې کېدو وروسته د پاکستان د هماغه وخت صدراعظم نوازشریف خپلو خلکو ته په خبرو کې دا خپله بریا وبلله چې د افغانستان څو سوه کلن پوځ یې له منځه یووړ.