تاند- پاکستاني چارواکو د امریکا له لوري له پاکستان سره د نژدې یو ملیارد ډالره مرستې پر ځڼډولو خوابدي ښکاره کړه، ویې ویل چې دا به د امریکا او پاکستان اړیکې زیانمنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون /پنجشنبه/ اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ ته امنیتي مرسته تر هغو نه ورکوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد یې کلک اقدام نه وي کړی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناویرت وویل، شاوخوا ۹ سوه ملیون ډالره مرسته پاکستان ته ځنډول شوې ده او ټاکل شوې ده چې دفاع وزارت هم پر پاکستان مرستې وځنډوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په وینا پاکستان ته د مرستو یوه برخه د پینتاګون یا دفاع وزارت په لاس کې ده.

د پاکستان د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ريیسې نهضت صدیق نن /جمعه/ د امریکا له لوري پر پاکستان د مرستو بندېدا نهیلې کړې ده.

دې همداراز وویل چې دا به د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې کړي.

مېرمن صدیق زیاته کړه، څه چې د امریکا متحد ایالتونه اوس کوي، د تروریزم پر ضد او په سیمه کې د ټینګې سولې لپاره ښه نه دي.

د مېرمن صدیق په وینا پاکستان تل د تروریزم پر ضد مهم رول لوبولی دی.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې امریکا له پاکستانه غوښتي چې د نورو اقداماتو تر اعلانېدو وړاندې د حقاني شبکې ۲۷ غړي وروسپاري.

امریکا په خصوصي ډول د اسلام اباد چارواکو ته ویلي، که پاکستان دا کسان ورونه سپارل پر ضد به یې نور جدي ګامونه واخلي.

په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په وینا امریکا په لومړي پړاو کې پر پاکستان مرستې بندوي، په دوهم ګام کې به د بلوچو، پښتنو او نورو ډلو ملاتړ پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *