تاند- د پاکستان د نفوسو د ثبت اداره وايي چې د روانې جنورۍ تر شپاړسمې پورې به په دغه هیواد کې د یو ملیون ناثبت شویو افغانانو د راجستر کولو بهیر بشپړ کړي.
د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس ته د نفوسو د ثبت د ادارې یوه چارواکي نن /چهارشنبه/ وویل، چې د ده ادارې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د بې اسنادو افغانانو د راجستر کولو بهیر پیل کړی دی.
ده زیاته کړه، شاوخوا ۳ لکه بې اسناده افغانان په تېرو ۴ میاشتو کې په خیبر پښتونخوا ایالت او شاوخوا ۵ لکه د پاکستان په نورو سیمو کې ثبت شوي دي.
ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، افغان پناه غوښتونکو ته ښايي په پاکستان کې د اوسېدو ۶ میاشتې نور وخت ورکړل شي. د دوی لپاره مخکینۍ نېټه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۳۱ مه پای ته ورسېده.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنري له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د اوږدېدو غوښتنه کړې وه.
د پاکستان له رسمي احصاییې سره سم په دغه هیواد کې ۱ ملیون او ۹ لکه افغان کډوال اوسي چې د هغو په منځ کې ۱۳ لکه راجستر او ۶ لکه ناراجستر دي.