د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی فیصل

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلام اباد تېر کال د افغانستان حکومت ته د افغانستان د طالبانو د تحریک او حقاني شبکې ۲۷ مشکوک غړي وسپارل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ډاکتر محمد فیصل پرون /سې شنبه/ وویل چې پاکستان دا کسان د افغانستان حکومت ته د ۲۰۱۷ کال د نوومبر په میاشت کې وسپارل.

فیصل په یوه ټویټ (ټویټري پیغام) کې لیکلي«پاکستان په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې هر هغه مشکوک غړی چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د هر ډول تروریستي فعالیت لپاره کار اخلي، نیولو ته دوام ورکوي.»

د فیصل د پیغام په دوام کې راغلي«په دې تړاو ۲۷ تنه چې د افغانستان د طالبانو د تحریک او حقاني شبکې د غړیتوب شک پرې کېده د ۲۰۱۷ په نوومبر کې افغانستان ته وسپارل شول.»

پاکستاني رسنۍ وايي چې پاکستان دا بې ساری اقدام له دې سره سره کړی چې اسلام اباد د افغانستان او امریکا له لوري د طالبانو په ملاتړ تورنېږي.

دا کسان د تېر کال په نوومبر کې کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له سفره څو اوونۍ وروسته وسپارل شول خو د هغوی د سپارل کېدو موضوع تراوسه پورې پټه ساتل شوې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په عین حال کې ادعا کړې چې له تروریزم سره په جګړه کې د پاکستان ۶۰۰۰ پوځیان وژل شوي او د ۱۲۳ ملیارد ډالرو معادل اقتصادي زیان یې زغملی دی.

4 thoughts on “پاکستان وايي، د حقانتي شبکې او طالبانو ۲۷ غړي یې کابل ته سپارلي”
  1. پاکستان ډیر یو حرامی ملک دی. د پیښور په فردوس کی به یی پوډریان او چرسیان ونیول او په امریکه به یی خرص کړل چی دا د حقانی ډلی مشران دی. اوس د افغان حکومت سره یی هم ورته کار کړی.

  2. بې شرمه پاکستانیا عام افغانان ونیسي او بیا یې د طالب په نامه افغانستان ته ورکوی

    پاکستان باید هغه مزدور او غلام طالبان افغانستان ته ورکړي چې افغان حکومت یې نومونه پاکستان ته سپارلي

    افغانستان ته مشکوک طالبان نه بلکې یقیني طالبان ورکول په کار دي

  3. پااکستان تل بد کړی او په هغه او دغه یی دنیا غولولیده!
    زه د پاکستان یو اجنت پیژنم چی امریکا او افغان دولت ورڅخه غوښتی و،پاکستان نوموړی سړی ونیو در ی میاشتی ورک و خو د احوال سره سم په سرو کړو چرګانو ساتل کیده تر څو یی څوک ونه ویني! دری میاشتی وروسته یی په تورخم کی افغان ساده عسکرو ته د مهاجر په نامه وسپاره! او هغوی هم خوشی کړ! نوموړی په هماغه ساعت بیرته ها خواته تیر شو او تر اوسه د پاکستان د ای اس ای په پیسو مدرسه چلوی!ا
    نوموړی سړی یی د بیت الله مسعود سره د جاسوس د پاره ګمارلی و!ا
    هغه کسان چی یی سپارلی هسی بودهګان او د دنیا سپی دی شاید د انتحاری په څای یی همدا منلی وی چی د پاکستان امر دلته هم تطبیق کړی!

  4. په دومره کلونو کې خو چې خر هم وید پاکستان په خوله به بیا باور ونه کړی، په دوی چې د امریکایی غوا شیدی کمی شی بیا د فردوس پوډریان لا څه کوی چې خپلی میندی هم خرڅوی. دا کوم کسان چې ورغلی او غواړی دوی ته لست وړاندی کړی دوی خپله د همدی په چوپړ کې دی. نو د امریکا غوری او د دوی منډی رامنډی هسی د پښتون د مینځه وړلو ډرامه د

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *