تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د کونړ د والي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې و، د پاکستاني پوځ د خیبر عملیاتو هدف دا دی چې سختدریځي افغانستان ته ټېل وهي.
پاکستان د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې په وزیرستانونو کې پراخ عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې پاکستاني طالبان او د نورو هیوادونو سختدریځي افغانستان ته راغلل.
د کونړ والي وحید الله کلیمزي ویلي«سختدریځي، چې اکثره یې د پاکستان د پوځ تراغېز لاندې دي، له ډیورند کرښې دې خوا ته رالېږل کېږي. د پاکستان پوځ غواړي داسې وښيي چې ګواکي سیمه یې له تروریستانو پاکه کړې ده.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د دوشنبې په ورځ وویل«دا ډول څرګندونې د دوو هیوادونو د مشرانو په کچه د وروستیو خبرو په لړ کې د شوي پوهاوي د روحیې خلاف دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارووزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي«د دوو هیوادونو سیاسي مشرانو موافقه کړې وه چې دواړه خواوې به د تروریزم د جرړو د ایستلو لپاره په خپلو اقداماتو کې همکاري او همږغي کوي.»
پاکستان همداراز ویلي چې افغانستان د پاکستاني پوځ له لوري د خیبر په عملیاتوکې هیڅ راز همکاري نه ده کړې خو دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري ویلي چې پاکستان د دغو عملیاتو په اړه افغانستان ته هیڅ راز خبر نه دی ورکړی.