تاند- د پاکستان صدراعظم نوازشریف د شنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د سولې خبرو ته د طاللبانو په حاضرولو کې به د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره مرسته وکړي.

د افغانستان ولسمشر څه موده مخکې افغان طالبانو ته بلنه ورکړه چې د سولې خبرې ورسره وکړي.

طالبانو تل د افغانستان له حکومتونو سره د سولې له خبرو سره مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې یوازې هغه مهال خبرې کوي چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه ووځي.

د پاکستان صدراعظم د شنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې د خبرو په باب د افغان ولسمشر د وړاندیز ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي.

ده وویل:«زه په کلکه دا وایم چې سوله ییز، د ثبات خاوند، متحد او سوکال افغانستان د پاکستان په خیر دی. د افغانستان او پاکستان اړیکې خاص اهمیت لري. زموږ ورورګلویزې اړیکې ګډ دین، خپلوي او ګډ تاریخ لا پیاوړې کوي. زموږ امنیت او نېکمرغي هم سره تړلې ده.»

له پښتنو مشرانو سره د ولسمشر غني ملاقات
له پښتنو مشرانو سره د ولسمشر غني ملاقات

ولسمشر غني د پاکستان ولسمشر نوازشریف وستایه او د دوو هیوادونو ترمنځ د تېر په هېر د غوښتنې ترڅنګ په اړیکو کې د نوي باب د پیلولو غوښتنه وکړه.

ده وویل چې زموږ راتلونکې باید ماضي خرابه نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *