تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د موقت حکومت په اړه د دغه هیواد د صدراعظم عمران خان څرګندونې سمې نه دي تعبیر شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ په خبرپاڼه کې د عمران خان څرګندونو ته په اشارې راغلي«صدراعظم په خپلو څرګندونو کې د پاکستان بېلګې ته اشاره کړې چې انتخابات پکې د یوه عبوري حکومت له لوري ترسره شول. دا خبرې باید په غلطه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه تعبیر نه شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اوس وايي چې دا هیواد په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې له پرمختګ پرته بله لېوالتیا نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عمران خان په خپله د افغانستان د سولې په پروسه کې دلچسپي واخیسته او لاره یې هواره کړه نو باید د نوموړي حرګندونې د افغانستان د سولې لپاره ورانوونکې ونه انګېرل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارووزارت همداراز ویلي «صدراعظم د افغانستان د زړه ورو خلکو، چې له څو لسیزو جګړو وروسته د سوله ییز ژوند کولو مستحق دي، له مصیبتونو خبر دی.»

عمران خان د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي و چې د افغانستان د سولې پروسه یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هیواد کې بېطرفه حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي.

ده همداراز وویل«دا چې څومره وخت به پکار وي چې موقت حکومت جوړ شي او انتخابات ترسره شي، زه څه نه شم ویلی.»

عمران خان د افغانستان حکومت د سولې د لارې خنډ وباله، ویې ویل«د افغانستان حکومت د سولې په پروسه کې، چې د ا��غانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره پیل شوې، خنډونه پېښوي.»

د عمران خان پر څرګندونو د افغانستان حکومت توند غبرګون وښود، له اسلام اباده یې خپل سفیر د مشورو لپاره کابل ته راوغوښت او په کابل کې یې د پاکستان مرستیال سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د عمران خان څرګندونې په زیان بللي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *