اعزاز چودري

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په باب معلومات نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعزاز چودري په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په باب معلومات نه لري بناً دې پوښتنې ته ځواب نه لري.

طالبانو تر دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان ته دغه پلاوی د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو، سرحدي مسایلو، د ملابرادر او نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

ویل شوي چې د طالبانو په پلاوي کې ملا شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد شامل دي.

پاکستان مخکې ویلي و چې د طالبانو پلاوی به د اپریل په ۲۷مه د افغانستان له حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي خو وروسته له دې چې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې افغانان نور له پاکستانه نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته تیار کړي، بلکې له پاکستانه غواړي چې د طالبانو پر ضد اقدام وکړي، د پاکستان په منځګړتوب له طالبانو سره د سولې د خبرو بهیر پای ته رسېدلی دی.

د کابل د تېرې اوونۍ له حملې وروسته د طالبانو او د سولې د خبرو په وړاندې د افغانستان حکومت پالیسي یو مخ بدله شوې او حتي که پاکستان د خپلې ژمنې مطابق د طالبانو خلاف اقدام ونه کړ، د پاکستان خلاف به د ملګروملتو په شمول نړیوالو ټولنو ته شکایت وکړي.

One thought on “پاکستان وايي، د طالبانو د پلاوي له ورتګه خبر نه دی”
  1. حتمی به خبر نه واست ځکه چی د پاکستان ملکی اداره هم د آی ایس آی مینی دی او د افغانستان طالبان خو ۲۰ کاله مخکی نکاه شوی دی دا لوبه مو نور په افغانستان کښی نه چلیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *