تاند- پاکستاني رسنۍ د دغه هیواد د امنیتي چارواکو په قول وايي چې د پېښور د پوځي ښوونځي په حملې کې په لاس لرلو پنځه مشکوک ترهګر په افغانستان کې نیول شوي دي.
د پاکستان جیوتلویزیون نن ادعا وکړه چې په افغانستان کې پنځه تنه نیول شوي کسان د پاکستان اتباع دي.
د دغه تلویزیون په وینا پر نیول شویو کسانو شک دی چې د دسمبر په شپاړسمه د پېښور پر پوځي ښوونځي د حملې په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.
د پېښور د پوځي ښوونځي په برید کې تر ۱۵۰ تنو زیات ووژل شول.
د جیو تلویزیون د راپور پر اساس د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان وویل چې د پېښور د حملې په تړاو څو تنه مشکوک کسان په افغانستان کې نیول شوي. پر هغوی تور دی چې حمله کوونکو ته یې اسانتیا برابره کړې وه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د نیول شویو کسانو د شمېر او هویت په اړه څه ونه ویل.
د افغانستان حکومت په دې اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي او پاکستاني چارواکو هم نه دي ویلي چې په افغانستان کې دا کسان چا نیولي دي او اوس چیري دي.
وسله والو طالبانو د پېښور د پوځي ښوونځي د برید مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې په ښوونځي کې یې د پاکستان د پوځ راتلونکی نسل وژلی دی. دوی دغه راز ادعا کړې چې یوازې یې لویان وژلي نه ماشومان.