ځاځي میدان ولسوالي

تاند- راپورونه وايي چې د خوست د ځاځي میدان اوسېدونکو او سرحدي پولیسو په ګډه هغه پوستې ویجاړې کړي چې پاکستاني پوځیانو د ډیورند کرښې دې خوا ته د ځاځي میدان ولسوالي په اړونده ساحه کې جوړې کړې وې.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته هم وشوه چې په نتیجه کې یې پاکستاني پوځیان شا ته لاړل او پوستې یې د افغانانو لاس ته ولوېدې.

د خوست د والي ویندوی بصیرخان رسنیو ته ویلي چې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

بصیر خان وايي چې نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني پوځیانو هڅه وکړه چې په ځاځي میدان ولسوالي کې د افغان سرحدي پولیسو یوه پوسته ونیسي خو د افغان ځواکونو او د سیمې د خلکو له غبرګون سره مخامخ شول.

دوی وايي چې پاکستاني پوځیانو غوښتل چې د جندو له غره نور هم د ځاځي میدان خوا ته مخکې شي خو خلکو او سرحدي پولیسو یې مخه ونیوله.

پاکستان بیا ویلي چې لږترلږه دوه پوځیان یې ټپیان شوي دي.

د پاکستان د کورمې ایجنسۍ دولتي ادارې ویلي خپل پرسونل یې «افغان – پاک سرحد» ته لېږلی وو او هلته د افغانستان له لوري په ډزو دوه پوځیان ټپیان شول.

دوی وايي چې له خوست ولایت څخه د کورمې ایجنسۍ په لکه تیکه سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید وشو.

د خوست والي د ولس او سرتېرو د مورال د لوړولو لپاره ځاځي میدان ولسوالۍ ته تللی

دا په داسې حال کې ده چې د خوست امنیتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې ډزې لومړی پاکستاني پوځیانو پیل کړې.

د پاکستان پوځ په عین حال کې د سیمې پر بنګښ قوم ږغ کړی چې د پوځیانو د ملاتړ لپاره داوطلبه ځوانان ورکړي.

پاکستاني پوځیانو په جوماتونو کې له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

له بلې خوا د ځاځي میدان د هغو سیمو ښوونځي تړل شوي چې د پېښې ساحې ته نژدې دي.

په همدې حال کې د خوست له مرکزه د شخړې سیمې ته کومکي ځواک استول شوی او د خوست والي هم د ولس او سرتېرو د مورال د لوړولو لپاره ځاځي میدان ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

ګومان کېږي چې پاکستان به د دې لپاره هڅه کوي چې پر ډیورنډ کرښه جنجال جوړ کړي چې د قبایلو پام د پښتون ژغورنې غورځنګ له هلوځلو واړوي او هغه نادودې پرې هېرې کړي چې ورسره کړي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه ادعا کوي چې د بنګښو او توریو قبیلو یو شمېر مشرانو ویلي چې د پوځ ملاتړ به وکړي. دا په داسې حال کې ده چې بنګښ او توري له ځاځیو سره ډېرې نژدې اړیکې لري او تل یې د یو بل ملاتړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *