تاند- د لومړي ځل لپاره پاکستان ادعا وکړه چې د افغان طالبانو په مرکز کوټه کې یې د یوې مدرسې ۱۰۰ افغان طالبان نیولي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا کسان نن /یکشنبه/ د کوټې په ختیځ کې د بای پاس په سیمه کې ونیول شول.
ډان وايي، نیول شویو زده کوونکو (طالبانو) په یوه ناراجستر شوې مدرسه کې درس وایه.
د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، یوه امنیتي چارواکي وویل«په مدرسه کې دننه تلاشي واخیستل شوه او د مدرسې افغان طالبان د بهرنیو اتباع د اړوندې قانوني مادې پر اساس ونیول شول.»
په راپور کې وړاندې راغلي چې نیول شوي افغانان وروسته د پوښتنو – ګروېږنو لپاره د پولیسو بېلابېلو تاټو ته یووړل شول.
ویل شوي چې امنیتي ځواکونو په مدرسه کې مشکوک کتابونه او تبلیغاتي مواد موندلي دي.
امنیتي چارواکي، چې ډان ورځپاڼې یې نوم نه دی څرګند کړی، دا هم ویلي چې نیول شوي کسان به افغانستان ته ولېږل شي.
ده همداراز ویلي چې امنیتي ځواکونو د کوټې له وروستۍ تروریستي حملې وروسته، چې ۷۰ تنه پکې ووژل شول، امنیتي عملیات زیات کړي دي.
ادعا کېږي چې د طالبانو د مشرتابه شورا په کوټه کې مېشته ده او له همدې کبله د کوټې شورا بلل کېږي.
همداراز راپورونه وايي چې د کوټې په شمول د پاکستان د بېلابېلو سیمو په ګڼو مدرسو کې افغانان درس وايي او د دیني زده کړو ترڅنګ د افغانستان جګړې ته روزل کېږي.
دا یې هغه طالبان نیولي چې شاید د پاکستان لپاره نه جنګیدل او نه ترې دوی خبر ؤ. د نیولو وروسته به پرې ومني چې ددوی لپاره وجنګیږي او بیرته به یې خوشې کړي. هغه طالبان چې ددوی لپاره جنګیږي او خپل هیواد ورانوي، هغه نه پاکستان ته ښکاري او نه یې نیسي. هفه خو د پاکستان خبره بیخي په پاکستان کې شته نه، هغه د اسمان نه نیغ په نیغه په افغانستان کې راکوزیږي.
زه په باور سره وایم چې دغو کسانو به نه غوښتل چې افغانستان ته د جنګ له پاره راشي یا ځانمرګو بریدونو ته تیار شي او دا لعنتي آی ایس آی د همدې له پاره نیولي دي. مرګ په پاکستان، لعنت د پاکستان په منافق پوځ او منافقه استخباراتي اداره آی ایس آی
نو دا خو یې بې ګناه او معصوم طالبان نیولي ددې لپاره چې اوبه خړې او ماهیان پکې ونیسي خو هغه طالبان چې رښتیا یې د هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړی هغه نه نیسي
پاکستان په رشتیا طالبان نیولی حال داچی هغوی طالب نه بلکه طالب العلمان دی اوطالبان یی خپل کور کی ساتلی
Maybe they were not following the ISI rules and regulations that is why they are captured. Otherwise why the taliban top leadership who is staying in Islamabad are fully supported and assisted by PAK.