تاند- د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې راجستر شوي افغانان تر دوو کلونو پوري پاتې کېدای شي.

د پاکستان د حکومت چارواکو د دغه هیواد اې پي پي خبري اژانس ته وویل، په پاکستان کې څه باندې یو نیم ملیون ثبت شوي افغانان اوسي، دې شمېر افغانانو ته د پاکستان د راجستر او دیتابېس د ادارې له لوري د ثبت کارتونه ورکړای شوي دي.

د دغو کسانو د کارتونو د اعتبار موده د سږ کال د جون په ۳۰ پای ته رسېږي. خو له نوې پرېکړې سره سم دا کسان به اجازه لري چې دوه کاله نور هم په پاکستان کې پاتې شي.

پاکستان وايي چې په دغه هیواد کې د ناراجستر شویو افغان کډوالو شمېر تر دې هم زیات دی.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت او د ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو ته امر شوی چې غیر قانوني یا ناراجستر شوي افغانان ومومي او افغانستان ته یې واستوي.

په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼې نن د سرحدي چارواکو په قول ویلي چې ۵۶ افغانان یې په تورخم کې افغان پوله ساتو ته وسپارل.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د جون له اتلسمې څخه تراوسه پوري یې ۶۱۸ افغانان خپل هیواد ته لېږلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *