تاند- د پاکستان دفاع وزارت ادعا کوي چې د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې وژل شوي دي.

پرون طالبانو اعلان وکړ چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري د شکنجو او وژنو په غچ کې یې د پاکستان ۲۳ سرحدي ځواکونه، چې په ۲۰۱۰ کې یې نیولي ول، په مومند ایجنسۍ کې وژلي دي.

د پاکستان د دفاع مرستیال وزیر اصف یاسین نن رسنیو ته وویل، د طالبانو دا ادعا نه منم چې وايي د پاکستان سرحدي ځواکونه یې په مومند ایجنسۍ کې وژلي دي.

ده ادعا وکړه چې دا کسان په مومند ایجنسۍ کې نه بلکې په افغانستان کې وژل شوي دي.

له یاسین څخه وپوښتل شول نو ایا اوس د پاکستان پوځ تیار دی چې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړي؟ ده وویل:«پوځ هر وخت تیار وي او د اړتیا په وخت به عمل وکړي.»

5 thoughts on “پاکستان وايي، سرحدي ځواکونه یې په افغانستان کې وژل شوي”
  1. توریززم د پاکستان پیداورا دی او دوی همیش د نورو په اشاره په افغانستان کی ورته عمل تر سره کړی اوس یی زموږپه پاکه خاوره باندی تور پوری کوی چی ګویا ددوی سرحدی عسکر په افغانستان کی وژل شوی دی الله دی تاسو ته هدایت وکړی

  2. د پاکستان دا ادعا یوه بې بنسټه ادعا ده چې هیڅ سلیم عقل يي نه شي منلای! پاکستان غواړي په دې ډول د خپل بام واورې پر افغانستان واچوي، او د سیمې د خلکو او نړیوالو پام له هغه ترهګریزې جګړې څخه چې د پنجاب په ملاتړ او مرسته په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې روانه ده، بلخوا واړوي. پاکستان دې پر افغانستان د بېځایه تورونو پرځای په کور دننه د ترهګرو ځالې او اډې وتړي. ي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *