پاکستان سعودي عربستان ته جګپوړی پلاوی واستاوه

تاند- وروسته له دې چې د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو له عمران خان څخه وغوښتل چې سعودي عربستان په څه شرط پور ورکړی، د پاکستان د ترانسپورت وزیر نن /دوشنبه/ وویل چې د سعودي پور له ۳ فیصده سود پرته هیڅ شرط نه لري.

د پاکستان د ترانسپورت وزیر شیخ رشید د سعودي عربستان د پور په وړاندې د شرطونو اوازې په کلکه رد کړې، ویې ویل چې عربستان د پور په وړاندې هیڅ غوښتنه نه ده کړې او یوازې به پاکستان ۳ سلنه سود ورکوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ویلي چې سعودي عربستان ۶ ملیارد ډالره پور بې قید و شرطه ورکړی دی.

One thought on “پاکستان وايي، سعودي د پور په وړاندې یوازې ۳ سلنه سود غواړي”
  1. دغه درې سلنه سود ( 180000000 ) یوسلو اتیا میلیونه دالره کیږي.چې فکیستان یې له پورته شپږ میلیارده ذکر شوي قرضې سره باید سعودي عربستان ته بېرته ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ