د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد لا هم تیار دی چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د درېدلیو خبرواترو د بیا پیلولو امکان برابر کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی قاضي خلیل الله دا خبره نن /جمعه/ لږ وروسته له دې چې سرتاج عزیز کابل ته روان شي، په یوه خبري غونډه کې وکړه.

د افغانستان ولسمشر د کابل له وروستیو خونړیو بمي حملو او په هغو کې د پاکستان د رول له څرګندېدو وروسته اعلان وکړ چې نور له طالبانو سره د پاکستان له لارې خبرو ته اړتیا نه لري او که یې له طالبانو سره خبرې کولې نو د پاکستان له واسطې پرته به مخامخ له طالبانو سره تماس ونیسي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د صدراعظم نوازشریف د بهرنۍ پالیسۍ مشاور سرتاج عزیز نن کابل ته راغی چې د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په کنفرانس کې ګډون وکړي او ترڅنګ یې له یو شمېر افغان چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کېدو وږغېږي.

پاکستان د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د لومړنیو مخامخ رسمي خبرو کوربه و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی خلیل الله وویل، سرتاج عزیز به د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره وویني او له هغوی څخه به وغواړي چې په رسنیو کې د ده په وینا پاکستاني ضد کمپاین بس کړي.

د افغان رسنۍ د افغانستان په ناامنۍ کې د پاکستان د ښکاره لاسوهنې او طالبانو ته د پناه ورکولو په خاطر پر پاکستان نیوکې کوي.

One thought on “پاکستان وايي، لا هم تیار دی چې د کابل او طالبانو د خبرو امکان برابر کړي”
  1. دانگریز بچیه پکوجانه ستا قول او بول یودی ستاسی کومه خبره سړی ومنی, ستا په څیر ګاونډی خودی خدای دشوروی او پا داسراییلو په نصیب کړی ځکه دوی ستاسی په مذهب ښه پوهیږی, مونږه غوندی پاک زړه افغانان ستاسو په حرامزادګی څه پوهیږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *