تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ته نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې ډاډ ورکړ چې حکومت یې لا هم د ګاونډي افغانستان د سولې د نازک بهیر ملاتړ کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا خبره درې ورځې وروسته له دې وکړه چې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو د غښتلې ډلې ویندوی په یوه خبرپاڼه کې د څلورو هیوادونو له لوري د سولې پیل شوې پروسه رد کړه.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې د طالبانو د اعلان په وړاندې غبرګون نه و ښوولی.

پاکستان، چې د طالب مشرانو او د هغو د کورنیو د غړیو کوربه دی، ویلي و چې پر طالبانو اغېز لري او هغوی د سولې خبرو ته حاضرولی شي.

خو د طالبانو د رد اعلان د پاکستان او درو نورو هیوادونو هلوځلو ته یو ګوزار و.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامنډ د دوشنبې په ورځ کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر، اجرايي رييس، د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د سولې د عالي شورا ريیس سره یې وکتل.

ټاکل شوې ده چې هامنډ نن د پاکستان له نورو مشرانو سره هم وګوري.

One thought on “پاکستان وايي، لا هم د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي”
  1. څلور اړخیزې ناستې دافغانستان لپاره سوله نشي راوړلی پکار دادي چې افغان حکومت مستقیما دطالبانو د قطر له دفتر سره تماسونه ونیسي او افغانان خپلې ستونزې پخپلو کې حل او فصل کړي. دطالبانو شرطونه کوم داسې څه ندي چې پوره دې نشي، ډیره آسانه خبره ده امریکایان هسې هم په منډه دي بس خو ودې وایي چې په درو میاشتو کې له افغانستانه ټول پوځونه باسي. او همدغه راز دطالبانو ټول زندانیان باید خوشي شي ځکه چې ټول دخپل هیواد دازادۍ لپاره په مبارزه بوخت و په اساسي قانون کې باید بدلون راشي ځکه چې که د یو فاسد حکومت دجوړولو لپاره اساسي قانون ترپښو لاندې کیدلی شي نو په هیواد کې دسولې لپاره دې ولې بدلون پکې رانشي؟! خو مونږ پوهیږو چې داشرف غني حکومت او پاکستان دواړه دامریکې نانځکې دي یوازې دجګړې په اور کې افغانان سوځول غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *