تاند- پاکستان ادعا کوي چې تېره شپه، پشلمی مهال شاوخوا ۶۰ وسله وال طالبان د افغانستان له خاورې باجوړ ایجنسۍ ته واوښتل او لږترلږه ۳ پاکستاني پوځیان یې ووژل.

د پاکستان د پوځ یوه قومندان وویل، د باجوړ ایجنسۍ په غاښي سیمه کې پاکستاني پوځیان پشلمي ته راپاڅېدلي ول چې حمله پرې وشوه.

دغه قومندان، چې نوم یې نه دی یاد شوی، ادعا کړې چې طالبان د افغانستان له کونړه ورغلي ول.

ده وویل چې په برید کې د پاکستان د پوځ یو تورن او دوه پوځیان ووژل شول.

په برید کې یو بل پوځي او اشپز ټپيان شوي دي.

پاکستاني لوري ادعا کړې چې د دوی له ځوابي ډزو وروسته طالبان افغانستان ته واوښتل.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر او ګڼ غړي په کونړ او نورستان ولایتونو کې اوسي خو افغانستان د پاکستان ادعا ردوي.

تېره میاشت د وسله والو طالبانو په بریدونو ۲۰ پاکستاني پوځیان ووژل شول. پاکستان ادعا کوي چې د دوی په ځوابي بریدونو کې ۵۰ طالبان وزل شوي دي.

0 thoughts on “پاکستان وايي، له افغانستانه راغلیو طالبانو ۳ پوځیان ووژل”
  1. اصلی جهاد خو همدی ته وایی مفسد یی ولیده او وی ووژه ّ پاکستان چی د جهاد فتوا د کوټی شورا ته ورکوی چی افغانستان کی مظلوم اولس او دو طن پاک بچی شهیدان وی خو ښه ورته خوشحال یاست چی ستاسی دری تولینګیان ووژنی بیا نو افغانستان ملامت دی ولی تاسی همیشه ځآن مرګی حقانی شبکه او کوټی شورا هر ورځ همدا کار کوی الله مو ذلیله کړی پاکستان د افغانستان مو ورځ توره شه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *