د پېښور پولیسو په سلګونو افغانان نیولي

تاند- وروسته له دې چې د افغانستان حکومت وویل چې د کابل وروستۍ حمله په پاکستان کې پلان شوې وه او له پاکستانه نور نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، پاکستان نن /پنجشنبه/ وویل چې ۲۲ ورځې وړاندې له افغانستانه پاکستان ته ۱۱ انتحاریان د حملو لپاره ننوتي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په دغو ۱۱ تنو کې ۲ یې په وروستیو ورځو کې په خیبر پښتونخوا کې ځانونه الوزولي دي.

پاکساني رسنۍ وايي، دا انتحاریان د طالبانو د تحریک د سجنا په ډلې پوري تړلي دي.

ویل شوي چې د پاکستان خاورې ته د ۱۱ انتحاریانو د ننوتو معلومات د پاکستان استخباراتي ادارې ټول کړي او اړوندو چارواکو ته یې سپارلي دي.

دوی ویلي چې دا انتحاریان په پنجاب ایالت، په ځانګړي ډول په راولپنډۍ، لاهور او اسلام اباد کې د حملو هڅه کوي.

پولیس وايي، د استخباراتي ادارو د راپور له ترلاسه کولو وروسته یې د پنجاب په ښارونو کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

وروسته له دې چې د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د لاس لرلو او د آی ایس آی له لوري د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو د ساتنې، روزنې، تمویل او په وسلو سمبالولو په باب تورونه په نړیواله کچه مطرح شول، پاکستان هم ورته ادعاوې پیل کړې او پر له پسې وايي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې پناهځایونه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *