تاند- د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو خاص استازي سید طارق فاطمي په امریکا کې وویل، له هند سره د اړیکو عادي کېدا او د سولې او ثبات لپاره له افغانستان سره خبرې د سیمې د سولې او سوکالۍ لپاره د صدراعظم نوازشریف د دریځ مرکزي ټکي دي.

د پاکستاني اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي فاطمي پرون /چهارشنبه/ په واشنګټن کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې په انستیتیوت کې د امریکا د حکومت استازو او د بهرنۍ پالیسۍ د کارپوهانو غونډې ته د دغو څرګندونو په ترڅ کې په دې خواشیني څرګنده کړه چې په غونډه کې د پاکستان د ګاونډیو هیوادونو استازي نشته.

فطمي د غونډې د برخوالو پوښتنو ته هم ځواب ووایه، ویې ویل چې پاکستان په خپله خاوره کې اقتصادي او امنیتي ثبات راستلی دی.

(د پاکستان په اړه د امریکايي جنرال څرګندونې)

(د پاکستان په اړه د ولسمشر غني څرګندونې)

د ښاغلي فطمي له څرګندونو سره په یو وخت پرون په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا تور ولګاوه چې افغانستان د هند د استخباراتي ادارې (را) د پلان پر اساس پاکستاني ضد دریځونه غوره کړي دي.

ده وویل، ښه دا ده چې افغان چارواکي پر پاکستان د تروریزم د ملاتړ د تور لګولو پر ځای د خپلو پولو امنیت ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان د باندنیو چارووزارت ویندوی دا هم وویل چې طالبان، القاعده، جماعت الاحرار او حقاني شبکه په افغانستان کې دي، له هماغه ځایه فعالیت کوي او د پاکستان پر ضد هلې ځلې کوي.

One thought on “پاکستان وايي، له افغانستان او هند سره ښې اړیکې مو د دریځ اساس دی”
  1. Bullshit….
    Everyone knows that Pakistan is harboring, training, facilitating and funding all terorist groups of the world. The way you emphasiz on border security, that border is not recognized by Afghanistan. Your that desire will go to hell with you. I don’t know why the people whom you talked lie, didn’t kick you out of that place???

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *