د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویه

تاند- وروسته له دې چې د ملاعمر په مشرۍ د طالبانو ډلې په دوبۍ کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو خبرې رد کړې، پاکستان نن وویل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان کورنۍ مسله بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان تل د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کړی او په راتلونکې کې به هم ملاتړ ته دوام ورکړي.

پرون د افغان طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د مالیې وزیر ملا اغا جان معتصم په نوښت د سولې هلې ځلې رد کړې، ویې ویل چې د دوبۍ خبرې د طالبانو له تحریک سره تړاو نه لري.

ملا اغا جان معتصم په دوبۍ کې د طالبانو د واکمنۍ د شپږو وزیرانو په شمول شپاړس مهم قومندانان او مشران راټول کړل څو په داسي حال کې چې نړیوال پوځیان له افغانستانه وځي او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو انکار ته دوام ورکړی، د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

6 thoughts on “پاکستان وايي، له خپل حکومت سره د طالبانو خبرې د افغانستان کورنۍ مسله ده”
  1. د ا پاکستان دی په توپ والوزی، دوی منافقینو کله زمونږ هیواد افعانستان ته د سولی لپاره هلی ځلی کړی؟ چی دوی لا اوس هم زمونږه دوست ځان بلی، ولاه چی زمونږ شیدی خور ماشوم هم په دی پوه شوی چی زمونږ دا اوس بد حال د پاکستان رزیل او منافق حکومت دلاسه دی،،،،الله تعالی دی دا تور مخی تباه کړی چی مونږ تری خلاص شو،،نور خو ولا که زما حوصله پاتی وی دی خلکو ته…..

  2. که هر څومره وژنې وشي بیاهم خبره په خبرو فيصله کيږي خو په یو شرط چې خبرې کوونکئ ېې اختيار ولري ، ګاونډيان اوبه خړوی او ماهیان پکې نیسي داچې وايي مونږ پخوا هم د سولې غوښتونکي وو او اوس هم مطلب داچې پخوا هم دوی نه غوښتل او اوس ېې هم نه غواړي چې افغانان آرامه ساه واخلي ، مونږ بې وسه خلک يوه وسیله لرو چې هغه د خپل زړه بړاس ایستل دي نو وایم چې د ايران او پاکستان نوکرانو د قيامت په ورځ به لوی خدای ته څه ځواب ورکوۍ ؟ پاک پروردګار مو په خپله کورنۍ د غم سیلۍ راوالوزوه چې د نورو له حاله خبر شۍ

  3. Everyone in the region knows who is the main player! obviously the Pakis are the dirty players!!!! we don’t need to negotiate with Talibans because there is no Talib, but its all Pakistan who couldn’t defeated us in the borders so they want to invade our beloved Afghanistan through their Spies called Taliban. We also shouldn’t recognize Zabiullah Mujahid as their spokes person as they have their main spokes person called Sartaj Aziz….!!! there is no such a person with the name of Mullah Omer in Afghan Taliban as their leader, the fact is that their leader is ISI and even our 3 years old kids know this!!! All Afghans should wake up get together and build their own country, and shouldn’t let these dirty people rule us Afghans by their agents (Talibans/Panjabi slaves) who tried to burn the biggest print of holy Quran today in Kabul that even a non Muslims refrain from such an evil act and Taliban are welling to do such an evil act……hey Afghans please be strong against these people who called themselves Taliban (they are not Islamic knowledge seekers but power seekers in Afghanistan)!!!!!

  4. افغان صیب ،
    اللہ دی اول دا ذبیح اللہ مجاھد تباہ کړی چہ نہ یی دین شتہ او نه مذھب، د ای ایس ای جنرل سیکرتیر۔
    ھلتہ پہ پاکستان کی خلګ لہ حکیم اللہ نہ پہ عذاب دی او دلتہ بیا مونږ ته په افغانستان کی دہ غم جور کڑی دی۔
    نہ خپله د سولی لپارہ هیڅ اقدام کوی، او نہ یی بل یوہ تہ ور پریږدی،
    آغا جان معتصم چی پہ دوبی کی یی د سولی کار پہ مخہ اخستی وو او لږ امید مو در لود چی خدای بہ کراری راولی،
    خو ھغہ یی ھم پہ ډګه کیی۔
    اللہ دی دوی ٹول تباہ کڑی چی د ای ایس ای پہ اشاارہ یی داخپل غران ھیواد را ٹوٹہ ٹوٹہ کی،
    او د دوی نہ مخکی دی خدای ما تباہ کڑی ۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *