تاند- پاکستاني سرچینو نن وویل چې دا هیواد ممکن د عبدالغني برادر په شمول جګپوړي طالب بندیان خوشي کړي څو په افغانستان کې د سولې هلې ځلې قوت ومومي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مقام د جرمني خبري اژانس ته د طالب بندیانو په اړه وویل:«دا کار اوس کېدای شي. دا مسله هیڅکله له پامه نه ده غورځول شوې.»
د جرمني خبري اژانس وايي، یوه امنیتي چارواکي ورته د نوم د نه ښودلو په شرط ورته وویل، د بندي طالب مشرانو د خلاصون امکان شته خو د هغو د دقیق شمېر په اړه لا څه نه شي ویلی.
تر دې مخکې نن د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه وغوښتل چې افغان طالبان خوشي کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پاکستان له لوري د طالب بندیانو خلاصون به د سولې له خبرو سره مرسته وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، که پاکستان رښتیا هم په عمل کې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي نو په اوس وخت کې تر ټولو ګټور ګام د هغو مطرح طالب مشرانو خوشې کیدل دي چې د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.
پاکستان په دوحه کې د طالبانو د دفتر د پرانستنې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په دې برخه کې یې اساسي رول لوبولی دی.