تاند- پاکستان وايي، په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ورڅخه غوښتي چې د دوی اکمالاتي وسایل دې د ګوادر بندر له لارې وارد شي.
د پاکستاني چارواکو په وینا د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو ویلي چې د ګوادر بندر په وچه کې ایسار افغانستان ته تر ټولو نژدې دی.
حاضردمه په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته اکمالاتي وسایل د اوبو له لارې د پاکستان کراچۍ بندر ته ځي او له هغه ځایه د تورخم او سپین بولدک له لارو په افغانستان کې دوی ته رسېږي.
د پاکستان د سمندري چارو مرکزي وزیر حاصل بزنجو وايي، د ناټو استازو دا وړاندیز په وروستۍ غونډه کې، چې ده له سیمه ییزو او نړیوالو سوداګرو سره لرله، وکړ.
بزنجو همداراز وویل«ناټو ډېره لېواله ده او موږ په دې کار کوو.»
په افغانستان کې اوس ۱۶ زره نړیوال ځواکونه دېره دي چې اکثره یې امریکايان دي.
ګوادر بندر، چې چین جوړ کړی، په بلوچستان ایالت کې دی چې د افغانستان له کندهار ولایت سره پوله لري. د دغه بندر او چمن ښار ترمنځ نوې لویه لار جوړه شوې چې له کبله یې باري لارۍ یا کانتینرونه تر ۲۴ ساعتونو په کم وخت کې افغانستان ته رسېږي.
د پاکستان د سمندري چارو وزیر ښاغلي بزنجو وویل چې افغان سوداګر او تجارتي شرکتونه هم غواړي د ګوادر بندر له لارې یې مالونه ترانزیت شي.
ده زیاته کړه، ټاکل شوې ده چې له افغانانو سره په دې موضوع خبرې وشي. بزنجو ونه ویل چې کله به خبرې وشي.
بزنجو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې ځینو پاکستاني چارواکو د امریکا له لوري له پاکستان سره د نژدې ۲ ملیارد ډالره پوځي مرستې د ځنډولو په خاطر په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو د ترانزیتي لارې د بندولو او یا د ترانزیتي محصول د دوه برابره کولو پټکې کړي دي.