تاند- پاکستان ادعا کوي چې هند د پاکستان او چین د اقتصادي کوریدور یا سي پیک پروژې خلاف د دسیسو د جوړولو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال پرون (پنجشنبه) په کوټه کې دغه راز ادعا وکړه چې هند د دې هدف لپاره په ملیونونو ډالر لګوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا خبره وروسته له دې وکړه چې چین لېوالتیا ښکاره کړه چې د پاکستان – چین په اقتصادي کوریدرو کې افغانستان هم شاملوي.
د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په لومړۍ درې اړخیزه غونډه کې وړاندیز وکړ چې د چین- پاکستان اقتصادي کوریدور (دهلېز) دې افغانستان ته وغځول شي.
چین په دې پروژه، چې پراخ سړکونه، رېلارې او صنعتي پارکونه پکې شامل دي، شاوخوا ۵۷ ملیارد ډالره لګوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل، نیول شوي هندي جاسوس کلبوشن سودیر یاداف د پاکستان خلاف دا دسیسې افشا کړي او پاکستان په بېلابېلو تروریستي فعالیتونو کې له نوموړي څخه اعترافونه اخیستي دي.
کلبوشن سودیر یاداف هند ته د جاسوسۍ په تور په پاکستان کې بندي دی.
یاداف، چې پخوا د هند د سمندري ځواک مامور و، د ۲۰۱۶ کال په مارچ میاشت کې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ونیول شو.
تر دې پخوا پاکستان د نوموړي نیونه هیڅکله د پاکستان – چین له اقتصادي کوریدور سره نه وه تړلې بلکې ادعا یې کړې وه چې یاداف جاسوسي کوله.
احسان اقبال د کوټې پر کلیسا وروستۍ حمله هم له افغانستان څخه د نفوذ کوونکو له لوري وبلله.
دا په داسې حال کې ده چې د کوټې د کلیسا د حملې مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست. دې ډلې پرون په کابل کې په درو انتحاري حملو کې ۴۱ تنه ووژل او ۸۴ نور یې ژوبل کړل.